مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د جاج خپرونې دویمه ګڼه چاپ شوه

دربار

جاج خپرونه چې موخه یې د افغان ځوانانو ویښتیا ده د ځینو پوهانو اوځوانانو په مرسته او همکارۍ چاپ شوه. په دغه خپرونه کې چې د ډېرو تکړه استادانو لیکنې یې خپرې کړي دي، موخه یې د ځوانانو ویښتیا او د سیاسي شعور لوړتیا ده. دویمه ګڼه یې د پنج شنبې په ورځ له چاپه راووته. د دغې ګڼې سرلیکونه دا لاندې دي:
- شعار ځپلي     محمدزبیرشفیقي
- ملي حیثیت او له افغاني حیثیت سره د نړیوالو برخورد هېوادحسین خیل
- ځوانان او سیاست    حسیب الله شینواری
- شخصي ځواک     ګل آغا احمدي وردګ
- افغانستان په اټومي محاصره کې   ضیاء الحق ساپی
- د زده کړې لپاره څومره وخت لرو؟   سیدعبدالله ولي زی
- توپیر (سیاسي نظم)    منقاد الرحمن رودوال
دغه ګڼه د موخې سره یې سم ډېرې اړينې لیکنې یې د ځوانانو لپاره خپرې کړي دي او د ځوانانو د ویښتیا لپاره ېرې اغیزناکې دي. دغې ګڼې د تېرې ګڼې پر بنسټ خپلې تخنيکي ستونزې تر ډېره ځایه هوارې کړي دي.
په دغه خپرونه کې سر یکنه چې سرلیک یې «د شکایت اورېدنې کمیسیون د څه لپاره؟» دی، هم شته. دغه خپرونه اته مخه لري چې دوه مخه یې رنګين دي. د دې ګڼې مالي پړه ښاغلي ډاکټر ضیاؤالدین کمال په غاړه اخیستې ده.
د جاج خپرونې اداره له ټولو پوهانو، ځوانانو او د قلم خاوندانو څخه غواړي چې د دغې خپرونه په بډاینه کې د دغې ادارې سره مرسته وکړي. او په سوداګرو غږ کوي چې دغه خپرونه کولای شي د دوی سوداګریزي خبرتیاوې په خپلو دوؤ رنګه مخونه کې چاپ کړي تر څو مالي ملاتړ هم ومومي. په دو هیله چې ستاسو لوستونکو همکاري (وړاندیزونه، نیوکې، قلمي مرستې) به دغه خپرونه لا نوره هم بډایه کړي.
د جاج خپرونې اداره
پته: ۴۵ خونه، دویم پوړ، عروج کمپیوټر پلازا، څلورمه کارته، درېیمه حوزه، کابل- افغانستان
برېښنالیک: jaaj.monthly@gmail.com
ټېليفون: ۰۰۹۳-۷۷۷۸۶۹۸۷۷
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery