دخپریدو نیټه : 2009-06-14 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اتصالات یو شمیر پروګرامونه سپانسر کړل
دربار
کابل : ۱۴ جون ۲۰۰۹
د اتصا
اتو مخابراتی شرکت تر ټولو دمخه د افغانستان غیورو او باشهامته میندو ته د مور د ورځی له امله د زړه له کومی م
بارکی وایی .
په رښتیا چی د افغانستان زړورو میندو د تاریخ په هره حساسه مرحله کی یو نوی او له شهامته ډک
پړاو پرانیستی دی . دوی خپلو بچیانو ته نه یواځی د مرحمت او عطوفت څخه ډکه غیږه پرانیستی ده بلکه ددوی د سر لوړۍ
لپاره یی بیساری قربانۍ هم ورکړی دی .
د افغانستان د میندو په احترام د اتصالاتو مخابراتی شرکت د مور د ورځی
په ویاړ لدی امله یو شمیر پروګرامونه سپانسر او تمویل کړل تر څو د افغانستان میندو ته دا وښیی چی د اتصالاتو
مخابراتی شرکت دوی ته ځانګړی احترام او درنښت لری .
د اتصالاتو مخابراتی شرکت چی په نړۍ کی د غښتلو مخابراتی
شرکتونو له جملی ګڼل کیږی ، د تل لپاره زیار ایستلی تر څو د افغانانو لپاره په نوی ټیکنالوجۍ مجهز خدمتونه
وړاندی کړی . دوی ته له ټولو ارزانه نرخ او بیلا بیل خدمتونه مهیا او تیار کړی . له همدی امله د اتصالاتو مخاب
اتی شرکت په افغانستان کی د یونیم ملیونو وګړو او په نړۍ کی د شا او خوا اتیا ملیونه پیریدونکو د اعتماد وړ ګ
ځیدلی دی .
د مور د ورځی په مناسبت د اتصالاتو مخابراتی شرکت د ښځو د چارو د وزارت هغه پروګرام هم سپانسر او
تمویل کړ چی پکی له دولتی لوړپوړو چارواکو برسیره ښاغلی رآیس جمهور هم ګډون کړی وو . د ښځو چارو د وزارت چا
واکو د اتصالاتو مخابراتی شرکت څخه مننه وکړه چی د افغانستان له نیمایی نفوس او په ځاګړی توګه د میندو د تشوی
ولو لپاره هر ازخیزی مرستی کوی .
په پای کی یو وار بیا د اتصالاتو مخابراتی شرکت ټولو میندو ته د زړه له کوم
ی مبارکی وایی او ژمنه کوی چی په راتلونکی کی به هم د افغانستان د بیلا بیلو طبقو له خلکو سره مرستی او ددوی د
خیر ښیګڼی پروګرامونه به سپانسروی .
پای