مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دبریالانو پرنیونه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې اعلامیه

کلتوري ودې ټولنه

بسم الله الرحمن الرحيم

 
   دحميدالله محمد شاه د نيول کيدو په اړه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې اعلاميه !

لکه څنګه چې تاسو درانه هیوادوال په جریان کې یاست د هیواد غښتلی ، صادق او متعهد خبريال ، ليکوال او فرهنګي شخصيت ښاغلی حميدالله محمد شاه ،چې دالجزیرې خبري رسنیو سره د خبریال په توګه دنده ترسره کوله، په کابل کې د  روان کال دغبرګولي په څلرویشتم ( 14.06.2009 م )، د ملي امنیت د چارواکو لخواه د نا معلومو دلایلو په اساس نیول شوی ده.

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه د ښاغلي حميدالله محمد شاه نیول،د نړیوال ژورنالیزم ، د بیان د زادی او په هیواد کې د نافذ شویو قوانینو  په ضد عمل ګڼي.
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، د ملي امنیت د چارواکودغه بی مسوولیته او د ډیموکرسې ضد چلند په کلکه غندي او د افغانستان اسلامي دولت او په تیره د ملي ام نیت چارواکوڅخه په کلکه غوښتنه کوي ،چې ژر ترژره ښاغلی حميدالله محمد شاه ، دا د هیواد اصیل بچی او واقعي خدم تګار خوشی کړي،او په راتلونکې کې دې ورته پیښو مخنیوی وکړي.

                              &nbs p;                               & nbsp;       په درنښت     
                                ;     د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشر تابه جرګه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery