مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ازادو مطبوعاتوسره د امنیتي کړیو کړچار په کلکه غندو

قریب الرحمن سعید

«دجبار او بدله اخستونکي ات په نامه» :
په داسې حال کې  چې نن  نړۍ د تخنیکې  او بریښنایې اسانتیاو  له  اړخه  په  یوه  کلي تبدیله شوې  چې په کې   ازادې بریښنایي  او تلویزوني  خپرونې ځانګړې  رول  لري . خو بدبختانه   چې  په دې  تخنیکي  انقلابي  پیړۍ کې  زمونږ  هیواد  د یوستر  اشغالګر تر ولکې  لاندې  په داسې حال کې راغلي  چې  زمونږ د باتور ولس پر خلاف د خپل  کړچار  دپټولو او په  هغې د پردې   د  اچولو  له  پاره د ازادو  مطبوعاتو او خپرونو رول  هم  نه  شی  زغملي . دهغوې  سره په دې لاره کې  دهغوې  هغه  ټول  لاس  پوڅې  هم  ملګري  دي  چې د دې  اشغا ګرانو  په  شتون  کې  یې  واکمني  خوندي  پاته  ده .
  مطبوعات  او خپرونې  چې په  یوه  هیواد  کې د ملت او حاکم نظام تر منځ   دپوهاوې  یو ځواکمن  پًل  جوړوي  تل  د دې  غلام  ذهنه  وګړو  له خوا د تهدید  لاندې  راغلي ، او زیات  شمیر  په  ازادۍ  م ین  وطنوال  یې د خپلو  ازادو  لیکنو  په  واسطه  تهدید کړې  او یا یې هم  له  صحنې  څخه  ویستلي  دي . یواځې تیر کال  یې عبدالصمد روحاني  شهید په رڼا  ورځ  له تیغه  تیر کړ چې تر اوسه  یې  د پوښتنې  ګرویزني  له پاره  څوک  نه شته . همدا راز  یې   د نورا جان  بهیر د لیکنو زغم  و نشو کړاې  او  اوس  یې دادې د الجزیرې د انګلیسې  شبکې دوه کسه تکړه  پروډیوسران  او لیکوالان  هر یو   حمیدالله محمدشاه  او قیس  عظیمي  پرته  له پوښتنې ګرویزني  ددفت   څخه پورته کړې او تر اوسه  یې  د ځاې  ځیګي  په اړه  اړوندې  اداري  ته   معلومات هم   نه  دې ورکړي .
په  داسې حال کې   چې د هیواد  د امنیت  تر نامه لاندې  د مسؤلینو  دا  کړچار  په  مکمله  توګه په  قوي  ټکو د محکومولو وړ  دې  ، ترې  غوښتنه کیږي   چې د م طبوعاتو د ازادۍ د بین المللې  قوانینو  ،  چې  افغانستان یې هم  لاسلیک کونکې هیواد  دې ، په اساس   دغه   دوطن  او ازادۍ  پتنګان  پرته  له کومه  ځنډه ازاد کړي  او پرې  نه ږ دې  چې د خپلو  تورو  اعمالوپه لسټ   کې  یې  نور  هم  ډیرښت  راشي  .    


په درنښت
د ازاد  او سر لوړی  افغانستان  په هیله
قریب الرحمن  سعید
دحزب اس امي  افغانستان پخوانې  ویاند   او
د سولې  او بیا پوهاوې  د جرګګۍ  مشر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery