د افغان خبريالانو د نيول کېدو په اړه د
افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې اعلاميه
اندېښمن او خواشیني یو، چې خبر شو، په کابل کې د الجزیرې تلویزیون دوه
تنه افغان خبریالان، ښاغلی حمیدالله محمد شاه او ښاغلی قیس عظیمي پرته له کوم معلوم تور څخه د استخباراتو د
مامورینو له خوا نیول شوي او ددې اعلامیې د خپریدو تر شیبې یې لوری لودن نه دی معلوم.
په افغانستان کې د نوي
سیاسي پېر یوه لویه لاسته راوړنه د بیان آزادي او د خبریالانو خوندیتوب ګڼل کېږي، حال دا چې داسې پېښې په کلکه
سره یادې شوې لاسته راوړنې ننګوي او د مطبوعاتو د آزادۍ او آن د خبریالانو د شخصي ژوند د خوندیتوب اصل ته د
پوښتنې نښه ږدي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی حمیدالله محمد شاه یوازې خبریال نه، بلکې د ملي اند دود خاوند
یکوال، ژباړونکی او فرهنګي څېره ده ،چې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې د کار له پېله ددغې جرګې فعال او نه
ستړیدونکی غړی هم دی.
موږ، دنوموړي فرهنګي او رسنوال او د هغه د همکار ښاغلي عظیمي نیول کېدل – او هغه هم
پرته له کوم اعلان شوي او معلوم تور څخه – په کلکه غندو او ژر تر ژره یې د خوندي راخوشې کولو غوښتنه کوو. زموږ
پاره د هر افغان لیکوال – فرهنګي او رسنوال ټولنیز حیثیت او شخصي امنیت د کلکې پاملرنې او اهمیت لرونکی دی. پ
ته له کوم جرم او یا تور څخه داسې نیول او بیول او هغه هم د یوه پېژندل شوي او ژمن فرهنګي شخصیت، د زغملو وړ نه
ده. د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه دغه پېښه په ډېرې اندیښنې سره څاري، او که د خپل فرهنګي ملګري د راخوشې کېدو
او برخلیک په اړه یې لازم او عاجل ډاډ تر لاسه نه کړ، قانوني او اړین ګامونه به پورته کړي.
په دې هیله چې
نوموړي خبریالان د حیثیت له اعادې سره، ډېر ژر را خوشې کړای شي.
د خپلې اندیښنې او خواشینۍ په بیا ځ
ې څرګندولو
د افغاني کلتوري ټولنوګډه جرګه
۱۳۸۸لمریزد غبرګولي ۲۶مه
کابل - افغانستان