مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیراعلامیه

دارالانشآ

په ډیره حیراني سره مو په بینوا ویبپاڼه کې د میرویس جلالزي له خوا دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په نوښت د جوړې شوې رڼا مشاعرې  په اړه په لیکل شوي خبر کې ولوستل چې ګویا دا بهیر د فرانسې ددولت په مالي مرسته منځ ته راغلی.

میرمن بهیر تیر کال د غبرګولي په میا ت کې د یو شمیر با احساسه افغان میرمنو په نوښت او نه ستړې کیدونکو هلو ځلو جوړ شو . میرمن بهیر د ځینو پروګ امونو لګښتونه د غړو له ونډو او یو شمیر افغان فرهنګپالو له مالي مرستو څخه برابروي ، له وخت څخه په ګټه اخیستنې له هغو وطنپالو او فرهنګپالو افغانانو هر یوه  دکارتن جوړولو دفابریکې له مشر محترم الحاج عبدا غفور ، محترم الحاج شیرباز کمین زاده ،دهجران الله هجرت له شرکت او د ستاره هوټل له دفتر څخه دزړه له کومې م ننه کوي چې د رڼا مشاعرې او نورو پروګرامونو لګښت یې په غاړه اخیستی او له موږ سره یې مرسته کړې ده.

    دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په رښتینې معنا یو خپلواک،ناپییلی ادبي بهیر دی چې تر اوسه یې له هیڅ کوم هیواد ، یا موسیسې څخه مرستې نه دي ترلاسه کړې ،او نه دکوم هیواد او انجو دمشروطه مرستې د منلو نیت لري .میر من بهیر آن د خپلو اوونیزو غونډو لپاره ځای نه لري او تراوسه پورې یې خپلې غونډې په څومختلیفو ځایونو لکه داطلاعاتواوکلتوروزارت ،داستقلال په لیسه کې د فرانسې فرهنګي مرکز او دپوهنې وزارت په کلوپ کې جوړې کړې دي .

    په دې توګه له ټولو هیوادوالو ، ملي پانګوالو اوفرهنګپالو څخه هیله لري چې دمیرمنو شاعرانو او یکوالو د کتابونو دچاپ او نورو ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو په برخه کې له خپلو خویندو سره مرسته وکړي .

      میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیریوځل بیا له بینوا ویبپاڼې څخه په ډیر درنښت غواړي چې خپله تیروتنه سمه کړي او په راتلونکي کې له اړوندې سرچینې سره له اړیکو وروسته خپل خبر خپور کړي .

دمی من کلتوري ـ ټولنیز بهیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery