مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خوشال فرهنګي ټولنې دژورې خواخوږۍ پيغام

خوشال فرهنګي ټولنه - کابل

١٣٨٤ د غويي د مياشتي ١٥مه

دپوهنوال دوكتورعبدالخالق رشيد له خوا:                    

 

دافغانستان دنوميالي ليكوال ، ژورنالست اووياړلي اديب

ارواښاد عبدالجليل وجدي د خواشينوونكې مړينې له امله

 

دا امكان نشته چې په دې بازار به بيا راشي ...

په خواشينۍ سره مرګ يوځل بيا دخپل يوه نوميالي هيواد پال ، خواخوږي ليكوال اووياړلي فرهنګي  ارواښاد وجدي صاحب په وير ورواړولو. دهغه چا په وير چې  نوم اوهلې ځلې يې دپښتوژبې او ادب په برخه كې په مادې اومعنوي لحاظ نه هيرودونكې دي . انا الله وانا اليه راجعون .

ارواښاد وجدې دنژدې څلوښتو كالو په اوږدو كې په افغانستان كې دنته اوباندې دپښتوژبې اوافغانې فرهنګ له هغو نومياليو څخه و چې په دغه برخه كې يې دبښتوژبې ديوه سپيڅلي خدمتګار په توګه خپله ملې اوادبې دنده په خورا ميړانې اونه ستړې كيدونكې روحيې سره ترسره كړه ، دى له هغو نومياليو څخه و چې دهيواد په هغوحالاتوكې چې خپله پښتنوهم په پښتو ليكنې باندې نه وياړل دپښتوژبې دانكشاف اوپراختياكارته اوږې وركړې اوداسې يې شپه اوورځ پرځان يوه كړې وه چې دده په خپله وينا چې له بښتو پرته يې نور خوبونه هم نه ليدل اوهرڅه ورته پښتوپښتو ښكاريدل. چې داپه خپله دهغه مهال په كابلې چاپيريال كې څه اسانه خبره نه وه.

برسيره پردې چې ده دبښتوژبې او فرهنګ په باره كې خپلې نه ستړې كيدونكې هلې ځلې ترسره كړې ،  دى  دهيواد اوخلكو دملي برخليك داوچتيا په خاطرتل ددوى په څنګ كې په خورا سرلوړۍ ، تقوا سره دريدلى دى  اوپه دغه لاره كې يې داسې درانه گامونه پورته كړل چې تردغه دمه يې دهغوله امله له چا څخه د هيڅ ډول امتياز اومقام غوښتې تمه ونه كړه . دده غرور اوسرلوړي به زموږ دهيواد دملي ،ادبې اوفرهنګي يارانوپه منځ كې دى په اوچتيا اوپرتم سره يادوي او دده دغه وياړ ته به د درناوي سرونه ټيټوي. 

دخوشال فرهنګي ټولنې  لارښوده شورا اوټول غړي فرهنګيان په هيواد كې دننه اوباندې  داستاد وجدې مړينه دپښتنې فرهنګ ا وادب په لاره كې يوه نه جبران كيدونكي ضايعه ګنې ، دپښتوژبې فرهنګي كړيو ، دافغانستان فرهنګي اوعلمي ټولنو اودده ارواښاد كورنۍ  ته دوجد ي صاحب په مړينه خپله ژوره خواخوږي څرګندوي اوله پاك خدايه ده ته دجنتونو هيله كوې.  داستاد وجدي نوم اوكارنامې دې تلپاتې وي .

نصرالله حافظ دخوشال دفرهنګي ټولنې مرستيال

كابل _ د۱۳۸۴ كال  ثور دمياشتې پنځلسمه

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery