مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په جرمني کې دبایرن مېشتوافغانانودکولتوري ټولنې اعلامیه

بسمل

۰۵ـ۰۷ـ۲۰ ۹               
زموږ  دکولتوري  ټولنې غړو د جون  په  ۲۱ مه نېټه  دجرمني  په  مونشن  ښارکې خپله نوبتي غونډه چې اجنډایې په کابل کې د ســولې  دملي جرګې  د پ ېکړه لیک په شاوخوا اوملاتړ  راڅرخېده  ځکه  نیمګړې  پرېښوده چې له

کابل  څخه عاجل خبر راو سېد چې  د مزار شریف  په  ښـار کې خپل سري، بدماش او یاغي والي عطا په  رڼاورځ  دکرزي تصویرونه  اوغورځول او له عبدالله  څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ البته  دغزني والي  په ورته وخت ددې پېښې  پرخلاف بیا خپل دولتي امکانات  دکرزي  په ګټه وکارول  چې دادواړه پېښې داندېښنې وړ اوددې سبب  شوې چې موږ  یوه اونۍ نورهم  دپېښودلاپراختیا انتظار وکړو .

زموږ وړاندوینه اوانګېرنه  په ځای وخته، دجمعې په و ځ چې دجون ۲۶ تمه نېټه وه دکابل په غازي لوبغالي کې  دوو نورو جنګي جنایتکارانو د افغان ولس په وړاندې په وینوککړې او کرغېړنې داړې  یوځل بیاښکاره کړې .

ددې دووجګړه مارواوبدماشانوله جملې څخه یوچپاولګرفهیم دی چې کرزي خپل لمړی مرستیال نومولی او بل  یې  شعیه  یاغي سید منصور نادري دی  چې تل  یې  دجګـړو اودسیسو په مرسته  خپل ناوړه عمر اوږد کړی دی .
د رارسېدلي خبر له مخې وېل کیږي  چې دجمعې په  مباره کې  ورځ  د فهیم او نادري  غلو ملېشو خپلې کرغېړنې بره ګې جامې  ویېستې بیا په ملکي جاموکې له یوشمېرنو ویاغیانوسره یو ځای کوم  چې په  اصطلاح  په ملکي امنیتي کمپنیو کې غړیتوب لري  په غازي  لوبغا ي  ورننوتل .

دا پېښه که ظاهرأ دکرزي په ملاتړ ښکارېده خو په حقیقت کې یوه پوځي پوروا یا تمرین و.
په وبغالي کې دننه  افغان ولس ته محکوم فهیم  دبدماشي مانورونه  وروښودل  چې ځانونه  تیار او په ټو ټاکنو کې  دماتې  په  صورت  کې له  داسې  زورڅخه کارواخلي  لکه  په کوم  یې چې  په ۱۳۷ کال  کې  د ملګرو ملتونو دسـولې  پروسه سبوتاژو او دننني ناورین سبب وګرزېد، لرې نه  ده  چې ک زی  اوجنایتکاره  ډله  به یې  په همدې ډول  په  راروانوغولوونکو ټولټاکنوکې  دخپلې ماتې  په  صورت کې شهیدکـابل دخپلو ناولو ارمانونو لپاره یو ځل بیا په وینو رنګ کړي  .

د فهیم او نادري  سرزوري  موږ  ته بیا اندېښنه پیدا کړه  او بیا مو هم خپله  غونډه چې باید د جون په ۲۸ تمه نېټه شوې وای  یوه اونۍ نوره هم وځنډوله ترڅو د حالاتو د لا پراختیا سره برابر غبرګون وښیو دا دی نن دجولای په ۵ پینځمه نېټه  زموږ غونډه  په  داسې حال  کې ترسره  شــوه  چې هم دهېواد په  دننه کې ۴۱  تو  په  ځان مینو چوکۍ خوښوونکو خپلې ټاکنېزې منډې ترړې ګرمې کړې  دي او هم یې په وړاندې  کلک ولسي  غب ګون  شـوي دی چې دبېلګې په ډول  به  دلویې پکـتیاپه مرکز کردېز ښار کې دکرزي  په ملاتړدغونډه ګډوډېد   تاسوته  وښیو له بلې خواجنایتکار عبدالله اوعطا دخپل سر پاچاهي ته په  مزار کې په داسې حال کې س ونه  ټمبه کړي چې  په  چوکۍ مین  اوبېواکه کرزي  دهرناروا عمل  انجام  ته  لاس غځولی دی چې  یوه بېلګه یې مقام ته د رسولو په خاطر وړمه ورځ  د هغو پینځو تنو قاچاقبرانو خوشي کېدل  دي له بند څ خه  کوم چې د یو سل او شلو کیلوګرامو  هېروینو په لېږدولو نیول شوي او د ۱۶ او ۱۸ کلونو په موده په بند مح کوم شوي هم وو.

له بلې خوا په ناکرار هلمند کې دتپلې جګړې ماهرینو هم  په مظلومو هلمندوالو دخنجر په نوم  عملیات پیل کړل چې داټولې پېښې نه تنهادافغان ولس دکړاو اودلا ځپلو په موخه کیږي بلکې تر هغه وخته به دا ناولې لړۍ روانه وي ترکومه چې  دجنګي جنایتکارانو په  واکداري ملي وحدت  لا په  خطر کې ولوېږي، افغــ ـانستان  تجزیه او د دموکراسي  په  پلمه  راغلي ښکېلاکګر خپلوستراتیژیکو موخو ته  ورسیږي  چې له بده مرغه دا به داسې حالات رامینځ  ته کړي لکه نن چې دسومالیا هېواد ورسره مخ  دی  .

د پورتنیو ستونځو او وېرې  له کبله  زموږ دکولتوري  ټولنې  ټول غړي  دخپل وجداني مسؤلیت له مخې څخه  په یوه خوله دافغانستان  روان  کړکېچن  سـیاسي، پوځي، ټولنـیزاو اقتصـادي حالات  محکوموي او دا روانه لړۍ دلا تورو تیارو  راوړونکي ګڼي خو دستونځو د حل  بنسټیزه  چاره  زموږ دنننۍ غونډې  دلاندې  پ ېکړوپه تطبق کې  ویني :
۱ ــ موږ نه  تنهاپه کابل کې دسـولې دجرګې له پرېکړه لیک څخه ملاتړکوو بلکې په عملي کولوکې یې د اړونـدو
اړخونو جدي پاملرنه غواړو .  

۲ــ موږ د تل په شان  افغانستان  ته  د تل پاتې ســولې او امن  راتګ  په لویه  دویدیزه جـرګه او یا په یو نړېوال بې پرې کانفرانس کې  وینو ترڅو دیولنډ محاله حکومت  په وسیله سره دسـولې  پروسه ګړندۍ کړي  .

۳ــ موږ  دا راروانې دولسمشري جبري اوغیر طبعي  ټولټاکنې  په کلکه  محکوموو، له  یوې  خوا خوزموږ  ولــس   ډاډمن امنیت نه لري له بلې خوانه تنها چې جګړې  ځپلو سېمو ته په رښتینولي سره کارتونه  نه  دي  ورکړل  شوي بلکې په بهر کې مېشــت شپږ میلیونه  په  ځانګړي  ډول په  پاکستان او ایران کې  مېشت کډوال هم له ټاکنو څ خه محروم شول  دا په  داسې حال کې چې د هغه  جعلي کمیسیون ویاندښاغلی نورچې دوی یې دخپلواک کمیسیون  ویاندبولي وايي چې موږ  ټولټال  څلورومیلیونو افغانانو ته په کوردننه کارتونه وېشلي دي  دلته  دیادولو وړده  چې  په  تېرو ټولټاکنوکې ۱۴څوارلسو میلیونو مستحقووګړو ته کارتونه وېشل شوي وو اوس خو دا دی  پینځه کاله تېر شول چې داشمېره خوبایدکم له کمه  تر شلو میلیونومستحقو وګړو پورې رسېدلې وای  خو دوی نه تنها چې دلته دنږدې ۶ شپږو میلیونومستحقو وګړوحق تر پښولاندې کړ بلکې دهغه تېر ځل د ټاکنوله  شمېرڅخه یې هم ۱۰لس میلیونه مستحق وګړي په لوی لاس محروم کړل  اوس زموږ داټکل له مخې څخه ټولټال دشلومیلیونو مستحقو وګړو له جملې  څخه صرف ۴ څلورو میلیونووګړو ته  هغه  هم  د دوی  په  خوله کارتونه  وېشل وي  بیا دا ۴ څلور میلیونه وګړي  په ۴۱ یوڅلوېښتو بې هوشه  کاندیدانو پسې کله  دا خوا کله اخوا من ې  وهي  اوس نو تاسو پخپله ۴ څلور میلیونه  وګړي  له  نږدې ۱۶شپاړسومیلیونو وګړو سره  پرتله کړﺉ  دا هم باید زیاته  کړو چې نن ورځ  زموږ دوګړو شمېر د۳۰ دېرشومیلیونو په  شا اوخواکې اټکل شوی دی  ځکه  خوڅرګنده خبره ده  چې  دا راروانې  ټولټاکنې نه  بلکې  ټول وژنې  بللی  شو، لنډه داچې دا له  فرېب  څخه  ډکه لوبه  دافغــان  ولس په  درد نه  خوري دا به ډېرې ناوړه  پایلې  ولري ، جګړه به لا نوره هم پسې وغځوي ځکه خو باید ټولټاکنې تحریم شي  .

۴ ــ دټولټاکنو هغه ددوی په اصط اح ( خپلواک کمېسیون)لا وار دمخه افغان ولس ته  محکوم دی  د کمیســیون غړو په داتېرو پینځوکلونوکې په کافي اندازه په  فساد کې  لاسونه لرلي دي ځکه  خو یې  پرېکړې نه شو منلای .

۵ ــ  موږ  لا  څو م یاشتې مخکې هم دیوې اعلامې  په ترځ کې له کرزي  څخه  جدي غوښتنه کړې وه چې  دملی ګټو دخونديتوب لپاره ژر تر ژره  دبهرنیو چارو غیر قانوني وزیر سپنتا او د مزار والي عطا له  دنـدو څخه ګوښه کړي خو کرزي خپله بې کیفایتي او بې صلاحیتي وښوده ځکه خو نن ورځ دپردیو لخوا په کرزي منل شوي  وزیران  او والیان  نه تنهاله چوکۍڅخه کرزی نه شي لرې کولای بلکې  دنوروله وېرې  یې لا پسې نازوي ، موږ د افغانستان په  تاریخ کې  دوم ه  محکوم، ډارن  او هېواد دښمنه مشر نه  دی لیدلی  ځکه  خو له افغـــان ولس څخه جدي هیله کوو چې  دا ناروا ټولټاکنې تحریم او نړیواله ټولنه  دې  ته  وهځوي  چې  دزور په  ځای  دســـولې لار خپ ه کړي که نړېواله ټولنه  په خپل لاس دا د راوړو لمبو غم نه خوري نو کرزی  بیا هم  د خپل ځان او افغ انستان  د نجات  لپاره یوښه چانس لري هغه داچې اضطراري حالت اعلان اودودیزه لویه جرګه  راوبولې، دجنګي جنایتکارانو په  ځای  د ولـس اړخ  ونیسي  ترڅو افغانان   په  خپلو کې سره جوړ او د پ دیو له ناز څخه  خلاص  شي خو له  بده مرغه  چې دومره همت په کرزي کې نه لیدل کیږي ځکه خو موږ دنړیوالې ټولنې ،افغان ولس او مقاومت  توجع غواړو .

۶ ــ له افغان مقاومت څخه هیله کوو چې که په رښتیا هم دکړېدلي افغانستان  غم  وي  ورسره نو د ژر تر ژره خپلې ټولې جګړیزې لاس  ته  راوړنې  په یو سیاسي چوکاټ کې ځای پرځای کړي  تر څو نړیواله  ټولنه  یې دیو سیال په حیث ومني .

۷ ــ له افغان مقاومت څخه موبله جدي غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دیوې رسمي اعلامې په صادرولو سره دسولې په اړوند خپل رښتینی دریځ اعلان کړي  .

۸ ــ  داچې  دهېوادله  درۍ  په  څلورو کې زیاته برخه  نا امني نیولې  او دولتي چارواکې کلیو او بانډو ته  ورتلای نه  شي ځکه  موږ  په کلکه  داحصایې  د مرکزي ادارې  دابې وخته تصمیم غندو چې غواړي  د كورونو د شمېرنې او د كليو د تثبيتولو لړۍ  پيل كړي  دوی به نه  تنها د حقیقت  ه  مخې دا کار ترسره  نه کړي  بلکې  د۳۰ دېرشـــــو میلیونو ډالرو په شا او خوا کې  پیسې  به  په  بډه  ووهي .

۹ــ  موږ له  ټولو سیاسي، ټولنیزو،کولتــوري  ټولنواو په  ځانګړي  ول له  خپلو قلموالو ملګرو څخه  جدي  هیله کوو چې له  موږ سره خپله همغږي اعلان او ددې  تش په نامه ټولټاکنومخه ونیسي ، په عین  وخت کې موږ  ته دا
ډاډ هم  راکړي  چې  د کړېدلو پښـتنو د غږ  اوچتولو لپاره  د کوم  تلویزیوني   پروګرام  په  اړونـــد موږ  ته  لاس  را کولای شي او که نه؟

یادونــــــه :
پاس یادې شوې ټولنې کولای شي چې دخپلو ځانګړواعلامیوپه  خپرولوسره موږ او افغان ولس ته  ډاډ راکړي  .
                              &nbs p;                         په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري  ټولنــــه

    ۱۸ـ۰۶ـ             ۲۰ ۹              د افغانستان د سولې د ملي جرګې د نننۍ غونډې پرېکړه لیک
د افغانستان د سولې ملي جرګې مشرتابه هیت د رب العزت شکر ادا کوي او د ټولو ګډون والو څخه د زړه له کومې مننه کوي چې په راتلو مو نوموړې پرتمینه غونډه جوړه او برکتي کړه ترڅو ددې هیواد اصیل بچیان او علما ددې سپیڅلې لیارې س کښان شي .
الحمدالله خوشحاله یو چې د هیواد په دې نازکو او حساسو شیبو او جنګي بحران کې ستاسې ونډه د تل پاتې سولې د راتګ د لارو چارو د پیدا کولو په برخه کې  ګورو .
دایو څرګندحقیقت دی او ددې هیواد یتیم بچیان پرم ونږ حق لري چې د وخت اوزمانې مطابق دجنګ جګړې لاره د تل پاتې سولې  ته پریښودل شي تر څو زمونږ د هیواد د ټولو وګړو، یتیمانو او کونډو هغه ارمان چې سوله ده په حقیقي اوعملي بڼه منځ ته راشي دا ځکه چې مونږ د یو ژوندي بشر په صفت د سوله ایز ژوند حق لرو .
نوددې په خاطر چې پورته سپیڅلو اهدافوته ورسیږو د لاندې ټکو د عملی کیدلو لپاره دخدای تعالی پوره مرسته او ستاسې ملاتړ غواړو او په ښکیلو اړخونو غږ کوو او په مسولینو د وعدو تاکید کوو چې په واقعي ډول او ژبه دې د سولې سپیځلې کلمه په ځان قبوله کړي او هیڅ ډول جنګ جګړې ، باروتو او بمونو ته که د ځمکې او يا د هوا د لیاري وي په هیڅ نوم اجازه ورنکړي چې د مظلومو افغانانو وینه توېي کړي.  

۱ -  مونږ د افغانستان په علمای کرامو او مشرانو غږ کوو چې دوی په خپلو ولایتونو ، کلیو، بانډو اومساجدو کې د سولې د راتلو لپاره د اسلام په رڼا کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي ځکه سوله د علمای کرامو په ګډون او کوشش تکمیل کیدای شي .

۲ – مونږ د افغانستان د دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې سوله دشعار په شکل پاتې نشي بلکې په عملي شکل قدم واخلي ترڅو د ملت وګړي باور پیدا کړي .

۳ – مونږ په نړیواله ټولنه غږ کوو چې جنګ د حل لیاره نده او په جنګ کښې بی ګناه انسانان وژل کیږي باید په عاجل ډول د جنګ په ځای د سولې ملاتړ اعلان کړي .

۴ – د افغانستان د سولې ملي جرګه د طالبانو په تحریک او حزب اسلامی غږ کوي چې د ملت د غوښتنې په اساس باید دوی د سولې مذاکراتو ته  غاړه کیږدي .

۵ - جرګه په ملګرو ملتو،  نړیوالی ټولني، دولت ، طالبانو او حزب اسلامی غږ کوي چې ددې جرګې منځګړیتوب ته په درنه سترګه  وګوري او باور پرې وکړي ترځو د باور د فضا وروسته  جرګه د خپلې وړاندې شوې طرحې د عملي کیدلو او تل پاته سولې د راتګ اصلي جوګه شي.

د انتخاباتو کميسيون په فساد تورن شو
تاند د جون ٢٨ : د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کميسيون دننه يوې سرچينې تاند ويپاڼې ته ويلي چې په تيرو پنځو کلونو کې په دغه کميسيون کې دننه ډير فساد ليدلى شوى دى .
دې سرچينې چې د معقولو دلايلو له امله د خپل نوم له روښانولو ډډه کوي تاند ويبپاڼې ته وويل چې د دغه کميسيون نوي موټر د زړو په نامۀ خرڅ شوي دي .
سرچينې ادعا وکړه چې د دفتر ميزونه او کمپيوټرونه هم په خپل منځنو کې وپلورل شول .
کله چې تاند ويبپاڼې دغه سرچينه وننگوله چې شواهد وړاندې کړي نو يوازې دومره ورته وويل شول چې نژدې زر نوي کمپيوټرونه دغه کميسيون ته ورکړل شوي و چې ټول په خپلو منځنو کې د زړو کمپيوټرونو په نامۀ وپلورل شول .
 دوى زياته کړه چې همدا اوس شاوخوا سل زره نوي صندوقونه له يوۀ بهرني هيواده اخيستل کيږي چې د هر يوۀ بيه يې نوي امريکايي ډالره ده .
دوى د موټرانو ، د دفتر د ميز او څوکۍ او نورو لوازمو يادونه هم وکړه چې خرڅ شوي دي .
سملاسي د انتخاباتو د خپلواک کميسيون غبرگون ونه موندل شو .
د يادونې وړ  ده چې ټوله نړۍ او افغان حکومت مني چې په ادارو کې يې فساد شته خو د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په دفتر کې دننه دغه ډول خبرې شايد د دوى پر لمن نه پاکيدونکى داغ شي چې تر ټاکنو وروسته به يې هم پايلې احساسيږي .

باسټن ګلوب : کرزي د مخدرو موادو لوی قاچاقبران خوشي کړي
امریکايي ورځپاڼې  باسټن ګلوب افشا کړه چې ولسمشرحامدکرزي د دې لپاره چې په انتخاباتو کې ملاتړ ترلاسه کړي د نشه يي موادو مخدره پنځه مشهوراو په بندمح کوم شوي قاچاقبران خوشي کړي او د محکمې پر پرېکړې یې پښه ایښې ده .
د دې ورځپاڼې د راپورله مخې  د مخدره موادو دا پنځه قاچاقبران په ۲۰۰۷ میلادی کال کې هغه مهال دافغانستان د جنايي محقیقونود یوې ډلی او د هغو د یوه ام یکايي سلاکار له لوري له نیول شوي ول چې د پولیسو یونفورمونه یې په ځان کې وو او د پولیسوپه یوه موټرکې یې ۱۲۰ کیلوګرامه هیرویین وړل.
دا کسان وروسته د یوې محکمې له خوا د شپاړلسو او اتلسو کالو ترمینځ په بند محکوم شول. خو حامد کرزي دا قاچاقبران ترانتخاباتو مخکې د اپریل په میاشت کې د یوه فرمان پراساس وبخښل.
باسټن ګلوب و ځپاڼې د راپورله مخې  د دغو پنځو قاچاقبرانوپه منځ کې یو یې د ننګرهار اوکابل د پخواني والي حاجي دین محمد و اره دی .
ښاغلي دین محمد څه موده مخکې د کابل له ولایته استعفا ورکړه اود ښاغلي کرزي د انتخاباتي مبارزې د تنظیم چارې یې په غاړه واخیستې .
له نشه يي موادو سره د مبارزې د محکمې رييس باسټن ګلوب ورځپاڼې ته ویلي چې چې ک زي د یوه فرمان د صادرولوله لارې د دغو کسانو د خلاصون لاره اواره کړه .
د ولسمشرپه فرمان کې ویل شوي چې دغه کسان په یوې درنې کورنۍ پورې تړلي دي.
په افغانستان کی د امریکا سفیر کارل ایکن بیري هم تیره اونۍ چې کله یې دام یکا دپه لګښت د جنايي محاکمو لپاره نوې ودانۍ پرانستله  ، د کرزي له خوا د مخدرو موادو د قاچاقبرانو د بخښنې موضوع ته اشاره وکړه.
یوه امریکايي مقام باسټن ګلوب ورځپاڼې ته ویلي چې په افغانستان کې دامریکا سفیر دا موضوع په خپله له ښاغلي کرزي، لوی څارنوال او د عدلیې له وزیر سره مطرح کړې ده.
عزیز احمد سرباز د څارنوالی مدیرچی د توقیفونود چارو د هماهنګ کولو مسول دی، دی ورځپاڼی ته ویلی چی د ثور په اتمه د مجاهدینو د بری د کلیزی د لم انځلو په مناسبت کرزي د یوه فرمان له مخې۲۱۰ بندیان وبخښل. په دې ډله کې ۴۲ یېد ولایاتو بندیان وو چې پنځه یې د م خدره موادو قاچاقبران وو.
ویل کېږي چې دا کسان د دې لپاره خوشي شوي چې په انتخاباتو کې د ښاغلي کرزي ملاتړ وکړي .
کرزي یو شمېرنورو کسانو ته هم چې ویل کېږي نفوذ لري ، د وزارتونو وعدې ورکړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery