مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-08   مخپرونکئ : عبدالله احسان

( څوک پوهيدل چى د هغه په زړه څه تيريدل)

تفاهم نهضت اروپايي شورا

١٣٨٤ د غويي ١٨مه

 

په ډېره ژوره خواشيني موخبرترلاسه کړچي دافغانستان يوه وتلى ليکوال،څيړونکى اوله بهرنيواثاروڅخه يوډيرحساس اوخوږژبى ژباړونکى ميرزاعلم حميدى دجلاوطنۍ اوپرديسى په  روان روح وژونکي ژوند کي له دې نړۍ څخه سترګى پټي کړې . ميرزاعلم حميدي په پښتو ژبه کي دلنډوکيسويووتلى ليکوال اودبهرنيو سياسي،ټولنيزواوژورواخلاقي محتوى درلودونکو داستاني اوطنزى اثاروډيرحساس ژباړونکى و.

 

اروښادحميدى تل هڅه کوله چى هم په خپلوليکنوکى اودژباړى دپاره په غوره شوواثاروکى زموږدوطن ځوان اوپاخه نسلونه داحساساتوله دنيا څخه لرى،دليرليدنى اوژورى کتنى په لور راوبولى.ارواښادحميدى دژوبڼ ډير نامتواثرپه همدې هيله په ډيره روانه خوږه پښتوژبه وژباړه

 

دجلاوطنى اوپرديسى روح وژونکى ژوندزموږدځپل شوى هيواديوپوخ نسل په خپلو زوروونکومنګلوکى را ښکيل کړ،ډيرڅه ئي رانه واخيستل اودادى هره ورځ وينوچى نومونه موخاوروته ځى. دارواښادحميدى خوږې هيله مندې ژبې اوهميشنۍ موسکا خوداسى ښوده چى دده حساس زړګى به ډيرژردزمانى له دغه درانه پيټى لاندى رانشى.خوڅوک پوهيدل چى د هغه په زړه څه تيريدل،دجلاوطنى دوژونکى ژوند اودزمانې ناخوالو دهغه پرهيله من زړه پټ ګوزاروکړ. افغانانوپه خپل وطن کى دسرطان اوقلبى ناروغيوډيرلږڅه پيژندل، خود زمانى نارواوو د افغان ولس حساس زړونه له سختوناڅاپى دريدونوسره مخامخ کړل.ارواښادميرزاعلم حميدى په همدې لړۍ کى زموږ څخه ولاړو.خداى دې وبخښى.

 

په اروپاکى دتفاهم نهضت شورادخپلوغړواومينه والو په استازيتوب پداسى حال کې چى داروا ښادميرزاعلم حميدى له وخته مخکى مړينه زموږدوطن په خلکواوسياسى،ټولنيزواوفرهنګى کړيوکى يوه ستره تشه بولى دده کورنى،دوستانواودده ډيروخوږوليکنواوژباړومينه والوته دزړه له کومى تسليت وړاندى کوى.ارواښادحميدى له دنيا څخه سترګى پټى کړى خوهغه زموږدوطن يوداسى وتلى سياسى،ټولنيزاوپيژندل شوى فرهنګى شخصيت دى چى نوم اويادبه ئي تل پاته وى.

 

 

 

دتفاهم نهضت د اروپائي شورا له خوا

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery