په کندهار کي د لوى احمدشاه بابا د علمي او ک
توري مرکز لخوا د (هوډ) مجلې پرله پسې دوه ويشتمه ګڼه په دې وروستيو کي د نادرشاه زغم په مديريت او احمدشاکر ح
بيبي په مرستيالۍ د (٣٤) عنوانو مضامينو په لرلو سره په (١٠٠) مخو کي په رنګه وقايه او ښه صحافت سره له چاپه را
ووته.
دغه مجله چي له څو کلو راهيسي په کندهار کي د پورته ياد سوي علمي مرکز لخوا خپرېږي، د اذهانو په
وڼولو، د پښتني فرهنګ او کلتور په غوړولو او د علمي سرمايې په زياتولو کي يې خپله خاصه ونډه درلودلې ده.
په دغه مجله کي بېلابېلي مذهبي، ادبي، علمي، تاريخي، ساينسي او سياسي ليکني راغلي دي، چي د معلوماتو پر
خزانه ښه اضافه راوستلاى سي.
نوموړې مجله په کندهار کي پر لاندي ادرسونو تر لاسه کېداى سي:
افغان
کتابپلورنځى، سردار مددخان چوک، کندهار ښار
کابل کتابپلورنځى، ارګ بازار، کندهار