مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لوی افغان د ټولنې ملاتړ او غوښتنه

محمد حامد الوتاند

 


     افغانانو :پاک خدای (ج) بل پېغمبر ستاسې  د رهنمايې لپاره نه راليږي:

د امريکا په شمالي کليفورنيا کې مېشت افغانان او د لوی افغان د ټولنې مشر تابه او ټول غړي،  د ګران هېواد لوی افغانستان لوړو ګټو ، او اوسنېؤ ترينګلو او پېچلو پېښو  ته په پاملرنې سره ، د دې تر څنګ چې خبل بشپړ ملاتړ د غوره او په سيمه او نړېوالې کچې پېژندل شوې او منل شوې وګړنيځ او سياسي شخصېت ښاغلي داکتر اشرف غني احمدزي سره څرګندوي،  په ټول لر او بر افغان ملت غږ کوي چې په ټو ټاکنو کې په بشپړه توګه برخه واخلي او د خپل هېواد راتلونکې په خپله خوښه غوره کړي٠
دا ځکه چې د خلکو زور د خدای زور دی او هېڅوک نشي کولای چې د  پاک خدای (ج) او د خلکو د ارادې او غوښتنو مخه ونيسي٠

که ناست يې را ولاړ شه              که  ولاړ  يې  ور روان شه
که روان يې ه په منډو            دا مو برخه ده ليکلې نن په ټنډو

د لوی افغان ټو نه شمالي کليفورنيا

  د٢٠٠٩کال د جولای د مياشتې ٢٧مه 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery