مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-02   مخپرونکئ : 041 - دبېنوا خبریال - کابل

د ډاکټر اشرف غني احمدزي کتاب چاپ شو

د هيواد د وتلي ملي، سياسي او علمي شخصيت ډاکټر اشرف غني احمدزي کتاب ( د عادلانه نظم لار ) چې د ولسمشرۍ لپاره د هغه کړنلاره ده، په پښتو او دري ژبو چاپ شو. دا اثر په (٢٦٧) مخونو او شپږو فصلونو کې ترتيب شوی چې د ولس منفي ليدلوری، د ملي اجماع پر لور، د معاصر دولت څ نګوالی، د معاصر دولت دندې، اقتصادي بيا رغونه او کاري زمينو ايجاد، ملي هويت او ملت جوړونه او داسي نور يې عمده موضوعګاني دي. دا کتاب په کابل کې د سالنګ نشراتي موسسې له خوا په ښکلي کاغذ او ښه صحافت د پنځو زرو ټوکو په شمېر چاپ شوی دی. د يادونې وړ ده چې په راتلونکو څو ورځو کې ددې کتاب مخکتنه کېږي چې ګڼ شمېر سياسي خصيتونه، فرهنګيان، علمي شخصيتونه او ډيپلوماتان به برخه پکي ولري. مينه وال کولای شي چې دغه کتاب په اندې پته د انټرنيټ له لارې هم ولولي : http://ashrafghani.af/pashto/
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery