مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د علامه رشاد بابا ادبي بهير پيغام

د علامه رشاد بابا ادبي بهير

٢٣-٢-١٣٨٤

د جنوب لوېديځي حوزې د كلتوري او ادبي ټولنو په استازيتوب

د جنوب لوېديځي حوزې د كلتوري او ادبي ټولنو، دغه راز ليكوالو او شاعرانو په استازيتوب د علامه رشاد بابا ادبي بهير د افغاني تياتير د دوو مخكښو څېرو: پياوړي استاد جان محمد پلار او استاد فضل محمد فضلي يادغونډه چي په اروپا كي مېشت فرهنګپال يې سمبالوي يو نېك اقدام ګڼي او جوړوونكو ته يې د برياليتوبونو غوښتنه كوي.


د دغو دوو سترو انسانانو پر مړينه خپله ژوره خواشيني څرګندوو او هيله لرو چي دا ډول غونډي دي په نورو هېوادونو كي هم جوړي شي، چي په دې توګه مو د هنرپالو څېرو ياد تل ژوندى پاته شي.
استاد جان محمد پلار او فضل محمد فضلي د افغاني تياتر په برخه كي له هغو ځلاندو څېرو څخه وې، چي تل به يې ياد ژوندى او هنر به يې د هېواد په كلتوري ډګر ځلاند پاتي وي.


د علامه رشاد بابا ادبي بهير د دې ډول غونډو ستاينه كوي او هيله لري چي دغه تشي (خلاوي) چي په دې برخه كي شته ډكي شي او په دې ډګر كي نور غښتلي هنرپالونكي هم راوټوكېږي.

په ادب، مينه او درنښت

د جنوب لوېديځي حوزې د كلتوري او ادبي ټولنو په استازيتوب
د علامه رشاد بابا ادبي بهير
كندهار- افغانستان
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery