مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سلام فرهنګي ټولني پيغام

پوهنوال رسول باوري - هالنډ

  ١٣٨٤ دغويي ٢٤مه - هالنډ

د  سلام فرهنګي ټولني  له خوا

د استاد (( پلار )) او استاد (( فضلي )) ياد غونډي ته پيغام

 

 

 

سلام فرهنګي ټولنه  په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني  د هغي ياد غونډي  د جوړيدو له امله  چي د افغانستان د دو نامتو هنر مندانو اود هيواد د وياړلو لوبغاړو خدای بخښلو جان محمد پلار او  استاد فضل محمد فضلي د تل ياد او نمانځني   لپاره يې  جوړوي ، کور ودانۍ وايې   . د دې ترڅنګ  مو باور دادی چي د دې غونډي په ترځ کي به د نوموړو استادانو د کار او زيار په اړه نوي   څرګندوني ، هر اړخيز ي ليکني اوغوره  ويناوي را بر سيره شي  چي له يوي خوا به  د هيواد په هنري تاريخ کي د هغوۍ اوچت دريځ  را برملا شي او له بله پلوه به  ځوانو لوبغاړو ته د هغو پيچومو جاج څرګند شي چي زموږ په هيواد کي د هنر دې  سترو مخکښانو د بلهاريو په منلو تر شا پره ايښي دي .

 

دريغه چي په هيواد کي دننه لا تر اوسه د کلتوري اداروچارواکو له لوري، د دې دوو وتلو استادانو د ياد غونډي په اړه  د تياري څرک نه ليدل کيږي .

 

سلام فرهنګي ټولنه  د دې غونډي ښاغلوبرخوالو ته  وړانديز کوي  چي : د همدې غونډ د برخوالو په نوم د افغانستان اړوندو چارواکو ته دايادښت ورسول شي چي ، په کابل ښار کي د ځوانو لوبغاړو د روزني لپاره  (( د پکتا _ فضلي  هنري ښونځی )) په نوم  ديوه ښونيز مرکز د جوړيدو زمينه برابره کړي ، په دې ترتيب به هم د هيواد د دې نامتو استادانو ياد تل پاتي شي او له بله پلوه به د هيواد ځوانانو ته د هنر په دې څانګه کي د روزني وړ شرايط برابر شي.

 

 

د ټولني د مشرتابه جرګه ګۍ په استازيتوب

پوهنوال  رسول باوري

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery