مطبوعاتي اعلاميه
د افغانستان ټولنپال و
سواك (افغان ملت ملي مترقي) ګوند به د روان کال د اسد د ۲۹ د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتو کې د حامد کرزي
څخه ملاتړ کوي .
د افغان ملت ملي مترقي ګوند د رهبرۍ هيئت تيره اوونۍ د ولسمشرې لپاره کانديد ښاغلي ح
امد کرزي سره يوه ځانګړې ناسته درلوده چه د انتخاباتو په شمول په نورو مهمو ملي مسايلو هم خبرې
وشوې ـ د ګوند رهبرۍ هيئت په تيره دوره کې د حامد کرزي د لاسته راوړنو په ځانګړي توګه د هيواد د
ملي يووالي د خوندي ساتلو ستاينه وکړه او ددې تر څنګ يي هيواد ته په سياسي ،امنيتي او اقتصادي برخو کې ور
پيښ ګواښونو خپلې اندېښنې او نظر څرګند کړـ ښاغلي حامد کرزي د ذکر شويو مسايلوپه اړه خپل موقف څرګند
کړ او ژمنه ېي وکړه چه د برياليتوب په صورت کې به ورته ځانګړې توجه وکړي ـ
وروسته د
افغانستان ټولنپال ولسواك افغان ملت ملي مترقي ګوند رهبرۍ شورا په يوه خصوصي ناسته کې د ولسمشرۍ لپاره رات
ونکو انتخاباتو کې د رايو په اکثريت د حامد کرزي څخه د ملاتړ فيصله وکړه ـ
د افغانستان ټولنپال ولسواك
افغان ملت ملي مترقي ګوند په خپلو ټولوغړيوغږ کوي چه د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې کانديد حامد کرزي
پاره کمپاين وکړي او رايه ورکړي ـ
د يادونې وړ ده چه افغان ملت ملي مترقي ګوند يواځې د هيواد د
سترو ملي ګټو په پام کې نيولو سره دغه پريکړه کړې ـ
په درناوي
د افغانستان ټولنپال ولسواك
)افغان ملت ملي مترقي (ګوند
د مطبوعاتي څانګې لخوا