د نوميالي ژورنالېست، ليكوال، څېړونكي او فرهنګي خدمتګار استاد عبدالجليل وجدي فاتحه د دوشنبې په ورځ د غرمې له دوو بجو څخه تر څلورو بجو پورې د ارواښاد د كورنۍ، ګوربت او كابل مېشتو فرهنګيانو او فرهنګپالو له خواپه وزير محمد اكبر خان مېنه كې په وزير اكبر خان جامع جومات كې اخېستل كېږي.
د ارواښاد استاد فاتحه به له د هېواده لرې د يكشنبې پر ورځ د مې پر 22مه د Flushing New York ښار په سيد جمال الدين جومات كې په ځايي وخت د غرمې له دوو څخه تر څلورو بجو پورې د خداى بښلي د كورنۍ او د وردګ ټولنې له خوا اخيستل كېږي.
اروښاد استاد وجدي صاحب هېواد او فرهنګ ته نه هېرېدونكي خدمتونه كړي چې په لړ كې يې د ژوند لوړې ژورې ګاللي دي.
استاد د سه شنبې په ورځ په خپله پلرنۍ هديره كې خاورو ته وسپارل شو، چې د فرهنګيانو او فرهنګپالو په استازيتوب په كې يو شمېر يې د جنازې په مراسمو كې برخه واخيسته.
فرهنګيان، فرهنګپال او د استاد مينه وال كړاى شي چې د استاد د فاتحې په مراسمو كې د دوشنبې په ورځ د مې پر ۱۶ مه نېټه له يونيمې څخه تر درې نيمو بجو پورې برخه واخلي.