مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-12   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د حامد کرزي د دفتر مطبوعاتي اعلامیه

مطبوعاتي اعلامیه


نيټه: د ۱۳۸۸ کال د زمري ۲۰ نیټه
پرله پسې شمېره: 


د هلمند، ارزګان، کندز او سرپل ولایتونو اوسېدونکو د جلا جلا غونډو په جوړولو سره خپل ملاتړ د محترم حامد کرزي له نوماندۍ څخه اعلام کړ
هلمند( د ۱۳۸۸ کال د زمري ۲۰) د هلمند و ایت څه د پاسه څلورو زرو تنو اوسېدونکو نن د دغه ولایت په مرکز کې  د یوې غونډو په جوړولو سره خپل ملاتړ د مح ترم حامد کرزي له نوماندۍ څخه اعلام کړ.
د غونډې ویناوالو د ښاغلي حامد کرزي له نوماندۍ څخه د خپل ملاتړ د څ ګندولو په ترڅ کې، دی د جمهوري ریاست د مقام لپاره یوازینی مناسب شخص و باله او په تېرو اوو کلونو کې یې د ده د حکومت د کړنو ستاینه وکړه.
ارزګان( د ۱۳۸۸ کال د زمري ۲۰) د ارزګان ولایت د ترینکوټ ښاریانو نن د دغه ولایت په مرکز کې د یوې غونډې په جوړولو سره خپل ملاتړ د محترم حامد کرزي له نوماندۍ څخه اعلام کړ.
په دې غونډه کې چې د قوم څه د پاسه ۲۵۰ تنو سپین ږيرو او مشرانو ګډون کړی وو، په روانو ټولټاکنو کې یې خپل ملاتړ د ښاغلي حامد کرزي له نوماندۍ څخه څرګند او دی یې د ملي وحدت سمبول، مناسب کاندید او په هېواد کې یو پېژاندل شوی شخصیت وباله.
کندز( د ۱۳۸۸ کال د زمري ۲۰): د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکو نن د دغې ولسوالۍ په مرکز کې د یوې انداره غونډې په جوړولو سره، د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره د محترم حامد کرزي له نوماندۍ څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
په غونډه کې څه د پاسه څلور زره پنځه سوو تنو ګډون کړی وو.
ویناوالو د خپلو ویناوو په ترڅ کې په تېرو اوو کلونو کې د ښاغلي حامد کرزي د حکومت د کړنو یادونه وکړه او دی یې د جمهوري ریاست د مقام لپاره یو مناسب شخص وباله.
ویناوالو د غونډې د ګډون کوونکو په استازیتوب د محترم حامد کرزي له نوماندۍ څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
سرپل( د ۱۳۸۸ کال د زمري ۲۰) : د سرپل ولایت د خوال سیمې د کوهستاناتو ولسوالۍ اوسېدونکو نن په دغې ولسوالۍ کې د یوې سترې غونډې په جوړولو سره خپل ملاتړ د محترم حامد کرزي له نوماندۍ څخه اعلام کړ.
په دې غونډه کې د دغه ولایت څه د پاسه دوو زرو تنو مشرانو، ځوانانو او عالمانو ګډون کړی وو او د محترم حامد کرزي له نوماندۍ څخه یې د خپل م اتړ د څرګندولو په ترڅ کې، دی د افغانستان د راتلونکي جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره ترټولو غوره شخص وباله.
فا یاب ( د ۱۳۸۸ کال د زمري ۲۰): د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ څه د پاسه پنځو زرو تنو اوسېدونکو نن د دغې ولسوالۍ په مرکز کې د یوې غونډې په جوړولو سره خپل ملاتړ د محترم حامد کرزي له نوماندۍ څخه اعلام کړ.
د دغې و سوالۍ د اوسېدونکو استازو د محترم حامد کرزي له نوماندۍ څخه د خپل ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې، دی ملي مشر وبا ه او وې ویل چې ده په تېرو اوو کلونو کې له زیاتو ستونزو سره سره کړای شوي دي چې ګران افغانستان د پرمختګ او سم سورتیا په لور سوق کړي.
لغمان ( د ۱۳۸۸ کال د زمري ۲۰ ) :  د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ د اوسېدونکو څه د پاسه پنځو سوو تنو استازو نن د یوې سترې غونډې په جوړولو سره خپل ملاتړ د محترم حامد کرزي له نوماندۍ څخه اعلام کړ.
په دې غونډه کې ویناوالو د محترم حامد کرزي له نوماندۍ څخه د خپل ملاتړ د اعلامولو په ترڅ کې دی د جمهوري یاست د څوکۍ لپاره یوازینی غوره شخص وباله او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د صندوقونو په لور په تلو سره د هېواد م ي مشر چې یو عادل او ایماندار شخص دی، وټاکي.
بامیان ( د ۱۳۸۸ کال د زمري ۲۰): د بامیانو ولایت د ورث ولسوالۍ څه د پاسه څلورو زرو تنو اوسېدونکو، د دغې ولسوالۍ په مرکز کې د یوې غونډې په جوړولو سره خپل ملاتړ د محترم حامد کرزي له نوماندۍ څخه اعلام کړ.
په دې غونډه کې چې د دغې ولسوالۍ په هغې کې ګډون کړی وو، حامد کرزي ملي مشر وباله او څرګنده یې کړه چې ده په تېرو اوو  کلونو کې له زیاتو ستونزو سره سره کړای شوي دي چې افغانستان د ترقۍ او جوړونې په لور سوق کړي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery