مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-08-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخپلواکۍد۹۰کلیزې له امله دخپلواکۍ دمبارکۍ پیغام

یوسف هېواددوست

د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د۹۰کلیزې له امله د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي مرکز د مبارکۍ پیغام

 قدرمنو هېوادوالو !
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي او فرهنګي خدماتو مرکز ( خپلواکۍ ) ټول کارکوونکي  تاسو ټولوپه هېواد کې دننه او له ګران افغانستان څخه د باندې  په خپلواکۍ مینو هېوادوالو ته د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۹۰ مې کلیزې او یادونو له امله د زړه له کومې مبارکي  وړاندې کوي .

۹۰ کاله مخکې د همدغو اوسنیو افغانانو زړورو او په خپ واکۍ مینو پلرونو او نیکونو د خپلو وینو په بیه او د هېواد د ملی مشر ارواښاد غازي امان الله خان په مشرئ وکو ای شول د وخت ستر ښکېلاکګرانګریزي  ځواک   په ګونډو کړي ، او په دې توګه یو ځل بیا د افغان ستر کهول ته خپلواکي ډالۍ کړي ، یو ځل بیا مو ځکه وویل چې دا خاوره د پېړیو په اوږدو کې په وار وار د لرې او نږدې ناښادو  او شرمېدلو ښکې اکګرو هېوادو لخوا تر یرغل او تا لان لاندې راغلې او ښایي همدا وجهه وي چې دغو یرغلګرو هېڅکله هم ( اپګانان ) په کراره نه دي پرې ایښي او تل یې ددې خاورې د تر لاندې کولو او د تاریخي افغانستان د وګړو د مریي کولو هڅه کړې ، له همدې امله ده چې تر ننه افغانان تل د خپلې خپلواکۍ د ساتلو لپاره سترو قربانیو ته غاړه ایښې .

سږکال هم افغانان د انګلیسي ښکېلاک څخه د خپل ګران هېواد د خپلواکۍ ۹۰ کلیزه په داسې حال کې لمانځي چې لا هم  افغانان خپ واک نه دي او د برخلیک ټولې چارې یې د بهرنیانو لخوا ټاکل کیږي او د بشر د حقوقو د نړېوالې اعلامیې د لومړۍ مادې ه هغو ښېګڼو څخه بې برخې دي چې وایي (( د بشر ټول وګړي نړۍ ته خپلواکه راځي ، او د حیثیت او حقوقو له پلوه یو د بل سره یوشان دي ...)).
موږ په دې هیله یو چې افغانان به ډېر ژر په دې بریالي شي  چې د خپل برخلیک د ټاکلو دغه مهم اړخ  ترلاسه کړي  .موږ د افغانستان له راتلونکي زعامت څخه چې د روانو ټولټاکنو له لارې به  د افغانستان دولت د ادا ې  صلاحیت ترلاسه کړي ، په کلکه غوښتنه کوو چې تر هر څه دمخه د یو خپلواک افغانستان او یو خپلواک افغان ملت پر مهمه اصل ټینګار وکړي او په دې توګه  د خپل پلرني هېواد د ملي او نړېوال  له ویاړه ډک آزاد هېواد نوم او اعتبار څرګند او روښانه کړي .نوی ولسمشر به په دغه کار سره د خپل تاریخي او مبارز ملت پر وړاندې خپل تاریخي او ملي سالت په ښه شان ترسره کړي او ځان او ملت ته به تل پاتې ویاړ ور په برخه کړي .


آزادی تر پادشاهیه لا تېری کا              چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي ( خوشال بابا )
تل دې وي خپلواک افغانستان

په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery