اوروي چې د مرګ کاڼي تل پر ګلو
خدایه غبرګ لاسونه مات کړې د هغو
په ډېره خواشینۍ سره خبر سوو چې په پښتونخوا کي یو بل تکړه افغان خبریال جان الله هاشمزاده د نامعلومه وسله والو له خوا په شهادت ورسید، انالله و اناالیه راجعون
هاشمزاده په پښتونخوا کي یو له هغو خبریالانو څخه وو چې تل يې د اولس د دردونو او ستونزو څخه په نړېوالو او سیمه ایزو رسنیو کي پرده پورته کوله او تل يې د حالاتو رښتنی انځور نړیوالو ته وړاندي کاوه
وايي چې (رښتیا ترخه دي) نو ځیني کسان د رښتیا د زغملو توان نلري او هاشمزاده هم پدې لاره کي د حقیقت قرباني سو، تر هاشمزاده مخکي نور رښتیا ویونکي هم شهیدان سوي خو د خوښۍ خبره داده چې د حق چیغه چوپه سوې نده او اوس به هم حقیقت ته ژمن کسان په پوره رښتنولۍ سره خپل رسالت سرته رسوي
موږ د زابل خبریالان او لیکوال ددې ترڅنګ چې د جان الله هاشمزاده وژنه د حقیقت، رښتنولۍ او صداقت پر ضد یو نه بخښل کیدونکي جرم ګڼو دغه عمل په کلکه غندو او پر خپل مېړني اولس ږغ کوو چې باید د دارنګه ناوړه اعمالو پر ضد خپل اواز اوچت کړي تر څو په راتلونکي کې د دغه ډول دردونکو پېښو مخه ونیول سي
شهید هاشمزاده ته د فردوس جنت، ملګرو، کورنۍ او د ژورنالیزم د ډګر هر رښتني لاروي ته د جمیل صبر په هیله
بشیراحمدفیضان
د زابل دلیکوالو او ژورنالستانو اتحادیې مشر