مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دنظراباد دعلمي او كلتوري ټولنې دخواخوږۍ پيغام

محمد حسن حقيار

له  ښاغلي نعيم افغان سره  دنظراباد دعلمي او كلتوري ټولنې  دخواخوږۍ پيغام 

كل نفس  ذائقة الموت
په ډېرې خواشينۍ خبرشوچې دځوان ،هڅاند ،تكړه ليكوال او شاعر او په هرات كې دپښتودوتلي خادم ښاغلي نعيم افغان موربي بي په حق رسېدلې ده .

انالله وانا اليه راجعون 
 مرګ خوحق دى اوهرژوندى موجود به يې يوځل هرومرو خوندڅكي خو درمضان المبارك  له فيوضاتواو رحمتونوپه ډكه مياشت  كې چې دجنتونودروازې پكې پرانستې اوددوزخ بندې وي   او په ځانګړي توګه  دروژې په دوهمه لسيزه كې  چې دمغفرت لسيزه ده خپل خالق ته روح سپارل، انسان دالله ج  لخوا بخښنې ته ډېره هيلمن كوي ، موږدعاكوو چې الله ج دې دا مرحومه ددې  پرانستو دروازو  له لارې  بې سوال او ځوابه  فردوس جنت ته ورولي او هرډول خطادې ورته وبخښي   .

امين

نظراباد علمي او كلتوري ټولنه خپل ځان له ښاغلي نعيم افغان سره پدې ويركې  ګډ بولي او ده او دده ټولې درنې كورنۍ ته   دالله ج له لوى دربار څخه  دصبر  او زغم دعاكوي.

دنظراباد علمي او كلتوري ټولنې مشر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery