د يكشنبې په ورځ د مې پر ۲۳ د امريكا د متحدو ايالاتو په نيويارك ښار كې د استاد وجدي صاحب فاتحه په سيدجمال الدين جومات كې واخېستل شوه.
فاتحې په نيويارك او د متحدو ايالاتو په نورو ګڼ شمېر ايالاتونو كې مېشتو افغانانو ګډون كړى و. د افغان بې سېم مشر ښاغلى بيات، نوميالي فرهنګپال او ليكوال لطيف جان بابي، د ګوربت فرهنګي ټولنې مشاور احمد ويس وردګ او نور ګڼ شمېر افغانانو برخه اخېسته وه، او استاد جدي ته يې د دعا لاسونه لپه كړل. چې بيا وروسته تر فاتحې وروسته په يوځانګړې توګه د استاد پر كارونو او شخصيت رڼا واچول شوه.
همدا ډول په كوټه ښار كې د مباركې جمعې په ورځ د مې پر ۲۰ نېټه د استاد وجدي صاحب فاتحه په كوټه ښار كې واخېستل شوه، چې فرهنګيانو، ليكوال، خبريالانو، سياستوالو سربېره په كې په كوټه كې ګڼ شمېر مېشتو افغانانو ګډون كړى و. د استاد اروا ته يې د دعا لاسونه پوته كړل او د ارواښاد كورنۍ ته يې د جميل صبر هيله وكړه.