ليکوال : عتیق الرحمن وثیق -کندهار
اوس مهال په اسلامي نړۍ په ځانګړي ډول زموږپه ګران هيوادافغانستان کي يوشمېرداسي کسان سته چي دلوېديځ پرمختګونويې زړه تورکړی اودهغوئ له فرهنګ نه دومره اغېزمن سوي چي دخپل دين اوکولتوراحکام اودودونه ناوړه،ناموس اودپرمختګ په لارکي خنډورته ښکاري زموږځني هغه ځوانان چي عصري زده کړې يې کړې اوپه لوېديځوهيوادونوکي يې ژوندکړی په دې نظردي چي زموږ دټولني دشاته پاته کېدولامل يوازي اويوازي دادی چي دغرب کولتوريې نه دی خپل کړی،پراسلامي احکاموټينګ دي،خپلواکي غواړي،زبرځواکونوته سرنه ټيټوي په خپلوټپوکي وايي چي ((که په ميوند کي شهيدنه سوې خدای ږولاليه بې ننګي ته دي ساتينه)) داسلامي امت اوسنی حالت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم په يوه حديث کي خوراپه ښه ډول انځورکړی ده حديث دادی :
عن ثوبان قال : قال رسول الله صل الله عليه وسلم : يوشک الامم ان تداعی عليکم من کل افق کماتداعی الاکلة الی قصعتهافقال قائل : ومن قلة نحن يومئذ؟ : قال : بل انتم يومئذکثير،ولکنکم غثاء کغثاء السيل ولينزعن الله من صدورعدوکم المهابة منکم،وليقذفن الله فی قلوبکم الوهن،فقال قائل : يارسول الله وماالوهن؟ قال : حب الدنياوکراهية الموت . وفی رواية حبکم للدنياوکراهيتکم للقتال . رواه احمدوابوداؤدوغيرها
ژباړه : له ثوبان رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : ژرده چي ستاسوپرضدبه کفري اولسونه داسي راوبلل سي لکه کاسې ته چي خوړونکي رابلل کيږي يوچاپوښتنه وکړه چي په دې وخت کي به موږلږيو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : نه تاسوبه ډېرياست مګر دسېلاب دځک په څېربه ياست ددښمن له زړونوبه مووېره وتلې وي خوستاسوپه زړونوکي به الله جل جلاله وهن اچولی وي يوچاپوښتنه وکړه اې دالله رسوله! وهن څه شی دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : ددنيامينه اوله مرګه وېره .
يوله داسي کسانوچي دده په انداسلامي جهاد،مورچل اوسنګردپرمختګ په لارکي خنډدي (ساغر افغان) دی زه نوموړی نورنه پېژنم خويوې افغانې خورته يې په شعري کلام کي خپل افکارانځورکړي وواوله شاعرې خور(ښای اغلي بدرۍ به وي)څخه يې هيله کړې وه چي نوربايدپه شعرکي دجهاد،سنګر،مورچل، مقاومت اوخپلواکۍ غوښتني خبري پريږدي نن سبادفن اوهنروخت دی جګړه اوسنګرموږته له بدمرغۍ پرته بل څه نه راوړي دده مطلب دادی چي په شعرکي شونډي،اننګي،ښکلا،بې ياره مينه، کاږه کتل،ليلا،جانان،مسکا،شهواني حرکات،بې ماناژوند،خوندونه،دغرب په تقليدجنسي هيجان، پاروونکي کلمات اونوروايه همداپرمختګ،تمدن،روڼ اندي اودوخت غوښتنه ده .
اصلاًبدمرغي داده چي زموږدلوستي پوړډېری کسان په اسلامي تاريخ،نبوي سېرت،دصحابه کرامورضی الله عنهم په ژوندليک،دفاتحينوپه سوانحو،دخپلواکۍ دروح په خوند،دخدای راکړي ژوندپه هدف،ان په ملي تاريخ اووياړونوهم نه دي خبرله همدې کبله خلک دې ته هڅوي چي دنړيوال صليبي غاصب اوتيري ګوروځواک په وړاندي دغلامۍ سرټيټ کړي،په قلم،ژبه اوځان دهغوئ په وړاندي ونه دريږي که څه هم هغوئ زموږخاوره اشغال کړې ،زموږماشومان،ميرمنې،بوډاګان اوځوانان يې په شهادت رسولي،هيوادته يې فحشا،بربنډکولتور،دايډزناروغي اودنشيي توکومافياراوړې،داولس پرعفت اوعصمت يې تېری کړی،هره ورځ موبې ګناه هيوادوال هم په شهادت رسوي چي ښه بېلګه يې دکندوزوروستۍ ويرجنه پېښه ده اوپه زندانونوکي موله وروڼوسره داسي چلندکوي چي يومسلمان افغان څه چي انسان يې هم نه سي زغملای،خوله دې ټولوجنايتونوسره سره لوېديځ پوځونه مېلمانه،دسولي ساتوونکي او بيارغوونکي دي!!! .
ښاغلی ساغره! که دي په خپله اسلامي فکر،ملي افغاني احساس،دسالم وجدان قضاوت اود اسلافودپيروۍ حس له لاسه ورکړی وي نودومره خووکړه چي نووردې جبن اوبې غيرتۍ ته مه هڅوه . فکرکوم ستاژونديوازي دخيټې او...... لپاره دی . معنويت اوروحانيت له سره نه پېژنې اونه هم ورته قايل يې،ستاهدف يوازي دادی چي له څوښکليوبازاري انجونوسره ورځ په پارک کي تېره کړې او دشپې له هرڅه ناخبره ناوخته ويده سې سهاردوولس بجې راپورته سې په ناولي مخ دسنډاپه شان ناشته وکړې اوبيادخپل ورځني مصروفيت پرلورروان سې . په اوسني حالت کي يوازي هغه څوک ستاپه ډول غوښتنه کولای سي چي ياديرغلګروجاسوس وي هغوئ ته چوپړوهي خپل ضمير،وجدان اواحساس يې پلورلی وي او په خپله دتصميم نيولوهيڅ وړتيانه لري اوياپه دې هرڅه پوهيږي خودنفس اماره اوشيطاني غريزي هيلي يې دومره پياوړې وي چي هرډول بې ننګۍ،ځان پلورنې اوسپتاني ته تياروي خوترخپلوشوموخواهشاتوګام نه سي اړولای زماپه اندساغر افغان په فکري انحراف اخته دی اوس يې ضميردومره خيرن سوی چي دسم اوناسم توپيرنه سي کولای پرښودبدواوپربدودښوګومان کوي
اوددې آيت مصداق ګرزېدلی الله جل جلاله وايي :
((وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ)) (البقره : ۱۱)
اوياداچي :
((خَتَمَ اللّهُ عَلَى قُلُوبِهمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عظِيمٌ)) (البقره : ۷)
داسلامي امت دوېښتيااومسلمانوځوانانودبيدارۍ په هيله