دمیرویس نیکه جامع جومات مشرتابه دنورو ټولنیزو فعالیتونو اوخیریه هلوځلو تر څنګ ټولو هیوادوالو، میندو اوپلرونو، ګرانو ماشومانو ،پیغلو اوځوانانو ته چی دبایرن ایالت/ مونشن کی میشت اوهستوګن دی په دره ناوی خبر ورکوی چی، دنوی تعلیمی کال ۲۰۰۹ /۲۰۱۰ دپیل سره سم هره دشنبی ورځ دسهار له ۱۱بجوڅخه تر۱۳بجو او۳۰ دقیقو پوری دقرآن اعظیم أشان ، داسلام اوافغانستان پیښلیک ( تاریخ) زده کړی او تدریس برسیره، د پښتو او دری ژبو لیک اولوست زده کړی دعلم او پوهی دلوړوالی په موخه دګرانو ماشومانو او ځوانانو لپاره په لاندی ډول پلان اوپه نظرکی نیول شوئ دئ :
دقرآن اعظیم أشان ، داسلام اوافغانستان پیښلیک ( تاریخ) زده کړی ، دمولوی صیب اودجامع جومات مشر محترم صدیق الله (فدایی) له خوا تدریس کیږی.
په پښتو اودری ژبو دپښتو، دری او حساب مضمونونه دافغانستان دمجربواو لوړو زده کړو اولوړی سویی لرونکو ښوونکو (میرمنو او ښاغلو) له خوا تدریس کیږی .
دمیرویس نیکه جامع جومات مشرتابه له ټولو دبایرن ایالت/ مونشن میشتو قدرمنو افغانانو څخه هیله کوی چی، خپل ماشومان ، ځوانان او پیغلی دپورتنی تعلیمی کال له پروګرام سره سم ۱۰ دقیقی مخکی ددرس له پیل څخه خپلو ټولګیو ته واستوی اودعلم اوپوهی نعمت څخه دی لازمه ګټه واخلی .
دمیرویس نیکه جامع جومات مشرتابه ستاسو مثبتو اونیکو نظریو، لارښودنو، وړاندیزونواو مشوروته هرکلئ وایی او هیله من یو چی یوځای اوپه ګډه دخپل اسلامی اوکلتوری مرکز دټینګښت اوپرمختګ په موخه او دخپلو بچیانو داسلامی روزنی اوافغانی کلتور دساتلو په خاطر هراړخیز چوپړ او خدمت وکړای شو همدا رنګه دمیندو اوپلرونو جرګه ګۍ د ډیسیمبرمیاشتی په ۲۶ نیټه د ۲۰۰۹ کال په غونډه کی پریکړه وکړه چی : دمیندو اوپلرونوپه آستازی توب دی یو دری کسیزپلاوئ (مشرتابه) دهغوی له جملی څخه دیوه کال مودی لپاره وټاکل شی ، تر څود ښوونکو د تدریس میتوداودماشومانو ددرس کچی دسویی دلوړوالی لپاره ، او نورو اړوندوستونځو دمخنیوی اواصلاح په موخه اوچت ګامونه واخیستل شی، اودښونی اوروزنی اړوندی چاری دی له نږدی اومخامخ و څاری او دحل لاری دی پیدا کړی .
دمیندو اوپلرونو دجرګه ګۍ په غونډه کی دمیندو اوپلرونو دجرګه ګۍ مشرتابه (Elternbeirat ) لپاره لاندی دری ښاغلي په غوڅ ډیره کی سره وټاکل شوو :
۱ ) ښاغلئ عبدالباقی (ستانکزئ) مشر
۲ ) ښاغلئ نظرګل (مموزئ) مرستیال
۳ ) ښاغلئ محمد هاشم (نیازئ) مرستیال
وسلام