مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نوروز په اړه د يونسکو دپريکړي هرکلی کوو!

پوهنوال رسول باوري

د سلام فرهنګي ټولني خبرتيا
د نوروز په اړه د يونسکو دپريکړي هرکلی کوو!

دډيري خوشالی ځای دي چي د نوروز ورځ او د نوي کال جشن د نړيوال کلتوري ميراث په توګه د يونسکو علمي سازمان له لوري په رسميت وپيژندل شو. نوروز د لرغوني افغانستان او په ځانګړې توګه د اريائيانو ستر فرهنګي ميراث دی. زموږ نيکونو د لومړي خل لپاره د طبعيت د بدلون ، د کال د ويش او د فصلونو د تنظيم داسي لاره دود کړه چي د زرګونو کالو وروسته هم لا د کارولو وړ ده او کارول کيږي.

ارايائيانو په بلخ کي د کال د ويش سره سم د کال پيل د حمل مياشتي د لومړی ورځ وټاکل، او دې ورځي ته يې نوروز و ويل .د ژبني پلټني له مخي د نورورز د نوم جوړښت د پښتو ژبي د ګرامري آرونو سره بشپړ سمون لري، په پښتو ژبه کي ستاينوم تر نوم وړاندي راځي لکه توره تخته، لوی کور، سپينه ورځ او داسي نور . د نوروز د نوم په جوړښت کي هم همدا اصل مراعات شويدی چي د شک پرته د نوروز ورځ د افغانستان د لرغوني تاريخ يو ستر او وياړمن ميراث دی.

د دې نيکمرغه خبر په اورېدلو سره ټولو افغانانو د خوښی احساس وکړ. خود خبر متن داسي واورېدل شو چي دا جشن د يونسکو له لوري د ايرانيانو د جشن په نوم ثبت او منلی دی. دسلام فرهنګي ټولنه او اړوندان يې د يونسکو ادرې څخه د زياتي منني تر څنګ هيله کوي چي په خپله اداره کي دا اريائيانو دا لرغونی وياړ د اريانا او يا اريائيانو په نوم ثبت او راجستر کړي، نه ده ايرانيانو په نوم ، دا ځکه چي دا فرهنګي ميراث په اريائيانو او بيا په ځانګړي توګه د افغانستان په لرغوني تاريخ پوري اړه لري.

   په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګی په استازيتوب

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery