د باختر خبري آژانس او ارادې ورځپاڼې د خبريال حبيب وقار د مور د مړينې له امله چې جنازه يې مخكې د وردګو ولايت په چك ولسوالۍ كې خاورو ته سپارل شوې، دوستانو ته خبر ورکول کېږي، چې د خداى بښلې فاتحه د پنجشنبې په ورځ د تلې (ميزان) په ۲۳ درويشتمه د خوشحال مېنې په کويټي جومات کې د ماسپښين له ۳۰: ۱ يوې نيمې بجې څخه تر ۳۰: ۳ درې نيمو بجو پورې د ارواښادې د کورنۍ له خوا اخيستل کېږي او د ښځو فاتحه د دوى په کور کې اخيستل کېږي.
دوستان او خپلوان دې خبر وي.
انا لله و انا اليه راجعون
اړيكه:
0798762008
یادونه : بېنوا انټرنیټ پاڼه خپل دروندلیکوال او ژورنالیست ته دزړه له کومي خواخوږي او مراتب وړاندي کوي، مرحومې ته ذ فردوس جنت غوښتونکي یو اوښاغلي وقار او دده کورنۍ ته د جمیل صبر غواړو او دده په دې ستره غمیزه کي ځان ورسره شریک ګڼو