مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-12   مخپرونکئ : ۸۵ بېنوا - هرات

د(م.ك.ټ.ب) دیوشپیتمې اونيزې غونډې رپوټ

پاریسه خزان

 

د ميرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير۶۱ غونډه د شنبې ورځې د۱۳۸۸ لمريز كال د تلې په ۱۸ نيټه د پوهنې وزارت په شپږم پوړ كې د ګڼ شمير خوندو په ګډون تر سره شوه د غونډې ویانده اوږۍ امیل وه او منشي پاریسه خزان وه ، د غونډې په لومړۍ برخه كې په كاري مسايلو خبرې وشوې  په پښتو نړیوال کنفرانس کې دمیرمن بهیر دغړو ګډون وارزول شو ، د ميرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير دپښتو نړیوال کنفرانس دبیلابیلو ورکشاپونو په کار کې فعاله ونډه واخیستله چې دغونډې له خوا دخویندو دغه ګډون وستایل شو. همدا راز (دسپوږمۍ ترکلي) دکتاب دچاپ په اړه خبرې وشوې وپتییل شوه چې دکتاب دچاپ موضوع دې ژر ترژره له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره حل وفصل شي،ددې ترڅنګ وړاندیز وشو تر څو چې دمیرمن بهیر لپاره ځانګړی دفتر پیداکیږي له پوهنې وزارت څخه دې د انترنیټ داسانتیاوو په اړه مرسته وغوښتل شي ، دغه راز څرګنده شوه چې دځلا مجلې بشپړ مطالب مطبعې ته استول شوي، صحابه مالک او اوږۍ امیل ته دنده وسپارل شوه چې کار یې تعقیب کړي .

دکره کتنې په برخه کې دمینې صابر په غزل کره کتنه وشوه دغزل بیتونه دادي:

غزل

یار مې راسره دی نور څه نه غواړم

خلک به هرڅه غواړې زې نه غواړم

نه والله غلطه شوم ما وبښـــــﺉ

یو بل څه له پاک الله ســـو چه غواړم

دې او هغې دنیا کې پاک ایمان راکړه

یمه پښتنه دځان درنــــــه غواړم

نور نو څه ارما په زړه کې نه لرم

خپل دا غریب ژوند ترو تازه  غواړم

غم او خوښي دواړو ته موسکا کوم

څه مې چې نصیب کې دي هغه غواړم

زما دخولې خبره قلم واخیســـته

خوښه دمیینو زمانـــــــه غواړم

(مینې) دخپل زړه خبره هــــــم وایه

څنګ ته مې دا ښکلـــــي همیشه غواړم

ددغه شعر په اړه دمیرمن بهیر غړو اوږدې خبرې وکړې او دشعر دهربیت په اړه یې خپل نظرونه ورکړل هرې یوې اوږې امیل،عاطفې، ګلالۍ امرخیلې، آرزو کبیري ،سپوږمۍ،سویتا میرزاد او راحلې نوري پر غزل کره کتنه وکړه او خبرې یې وکړې.

 وروسته دلیکوالي دزده کړي د کورس په برخه کې ښاغلي محبوب دشعر دجوړښت په اړه معلومات وړاندې کړل او دمیرمن بهیر دغړو پوښتنو ته یې ځواب ووایه.

دغونډې دريمه برخه مشاعرې ته ځانګړي شوې وه چې پكې ګڼ شمير خويندو ګډون كړي و، چي هرې يو ې مينې صابر ، پاریسې خزان ،وږمې ، نجیبې اشنا ، ارزو، صالحه سروري،بصیرې حمیدي،پاريسه،اوږۍ امیل،مينا،بصيري،ګلالۍ امرخیل،نسرین، سپوږمۍ،نادیې اوناهید سمسور خپل شعرونه ولوستل.

دغونډې دپای په شیبو کې آغلې ګلالۍ عمرخیل دپچې په اساس د اوونۍ بختوره میرمن وټاکل شوه او دمیرمن بهیر ځانګړې ډالې ورته ورکړل شوه.

دغه راز دغونډې پر ګډونوالو (درنجوکاڼي) په نوم دښاغلي ملکي خزان دشعرونو پنځمه ټولګه او دکیسه ډایجست مجله وویشل شوه.

همدارنګه وپتیل شوه چې دمیرمن بهیر په راتلونکې غونډه کې داغلې بصیرې حمیدي مقاله کره کتنې ته وړاندې شي.

غونډه دمازيګر په څلونيمو بجو دمازدیګرنۍ په خوړلو سره پاى ته ورسيده هېره دې نه وي  چې د ميرمن كلتوري ټولنیز بهير غونډه هره شنبه د ماسپښين په يوه نيمه بجه دپوهنې وزارت په پنځم پوړكې دپوهنې وزارت په کلوپ کې جوړيږي. دمیرمن بهیر غړې او ټولې خویندې کولای شي په دغه غونډه کې ګډون وکړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery