مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پروفیسر امین په مړینه د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند غمرازی

نسیم ستوری

جرمنی: ۳۱/۱۰۲۰۰۹
په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی د پوهنې پخوانی وزیر د ازاد افغانستان د لیکوالانو د ټولنی (وفا) مشر د کابل پوهنتون استاد او د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر پروفیسور عبدالرسول امین د۲۰۰۹ ع کال د اکتوبر د میاشتی په ۳۱ نیټه د خالی (شنبی) په ورځ   د سهار په اوه بجو په اسټرالیا کی د ورپیښی شوی ناروغي له امله لدی فانی نړئ څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی.
انالله وانا الیه راجعون
داروا ښاد جسد به  د هغی په پلرنۍ هدیره کې د کونړ ولایت   کې خاوروته سپارل کیږی.
ارواښاد پروفیسر امین علمي   سړیتوب (شخصيت)، سیاستوال  وطنپالوونکی او د پښتو ژبی لیکوال ؤ چی ارزښتناک کتابونه ئی په پښتو ژبه  لیکلی او بی شمیره څیړني ئی کړی دی ، په تيره بيا   له انګریزی او نورو بهرنیو ژبو څخه  ئی ګڼ شمير  ارزښتناک کتابونه  پښتو ته ژباړلی  دي چې له دې لارې يې خپل ولس او دپښتو ژبې کلتور ته ستراو تاريخي نه هيرېدونکي خدمتونه سرته رسولي دي  اود پښتو ژبی د غنی کیدو لپاره ئی  نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی چی تل به یاد ساتلی شی.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند، د ارواښاد پروفیسور عبدالرسول امین په مړينه د ژور غم او خفګان څرګندونه کوي او دا غم د ټولو پښتنو شريک غم ګڼي. د لوي خداى په درباره پروفیسر امین  ته جنت الفردوس ، خپلوانو، دوستانو، شاګردانو   ته ئی  صبر او زغم غواړی
په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند کاری کمیسون

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery