انا لله وانا اليه رجعون
په خواشينۍ سره مې له گران دوست ښاغلي عبدالوکيل سوله مل [شينواري] او هم مې له رسنيو څخه خبر ترلاسه کړ چې پروفيسور عبدالرسول امين د وفا ټولنې مشر له دې فاني نړۍ څخه خپلې سترګې پټې کړې او خپل پور يې اداء کړ.
نوموړی ډېر ښه او هم پر وطن خورا مين شخصيت وو. د گران هېواد او خپلې ژبې لپاره يې د خپلې وسې او توان سره ډېر لوی خدمت وکړ. خدای تعالی دې يې وبښي او خدای جل جلاله دې مغفرت ورپه نصيب کړي. زه د هغه له غمځپلې کورنۍ، خپلوانو او نورو دوستانو سره په دغه غمجنه پېښه کې ځان شريک بولم. بس الله تعالی دې هغه وبښي او ورثه وو ته يې له څښتن تعالی څخه د زړه صبر او اجر جميل غوښتنه کوم.
په درنښت
سيدحسين پاچا - کورنۍ او دوستان يې
او هم د اکسفورډ د استوگنو افغانانو ټولنې له خوا
غمرازي
له ډير تاسف سره د پروفيسور رسول امين له خواشينى كوونكي مړينې نه خبر شوم. إنا لله و إنا إليه راجعون
ارواښاد پروفيسور رسول امين د هيواد يو ستر فرهنګي ، علمي او سياسي شخصيت ؤ ، د هغه مړينه يو ه ستره ضايعه ده. هغه جسما له دى دنيا لاړ خو د يو علمي ، سياسي او فرهنګي شخصيت په حيث به د هغه نوم د هيواد په تاريخ كښې د تل لپاره ژوندى وي.
مړه هغه چې نه يى نوم نه يى نښان وي
تل تر تله په ښه نام پايي ښاغلي
زه د ارواښاد پوهاند رشتين بابا د علمي او فرهنګي كورنۍ په استازيتوب د راواښاد پروفيسور امين نجيبې كورنۍ سره په دغه ستر غم كښې ځان شريک كڼم . د الله پاك څخه ارواښاد ته د مغفرت دعا كوم او د كورنۍ غړو ته يې صبر جميل غواړم.
په درنښت
الحاج فضل الله رشتين
كويت 31/10/2009
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام
نيټه: ٩-٨-١٣٨٨/٣١-١٠-٢٠٠٩
په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړي چي د هېواد نوميالي سياست پوه او ټولنيز شخصيت پوهاند رسول امين د فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد پوهاند امين د کابل پوهنتون استاد، د وفا ټولني مشر او د پوهني د وزير په توګه چاري تر سره کړي وي.
ارواښاد پوهاند د پښتو ژبي پياوړي ليکوال وو چي ارزښتناک ليکني او ژباړني ېي کړي دي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني ټول غړي د ارواښاد مړينه يوه لويه ضايعه بولي، نوموړي ته جنت الفردوس، و کورني، دوستانو او فرهنګپالو ته د زړه صبر غوښتونکي دي.
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
د چپرهار د محصلینو علمی اوپرمختیای ټولنی د غمرازی پیغام
په ډيره خواشینی سره د پروفيسور رسول امين له خفه كوونكي مړينې خبر چی د شمشاد له تلویزون څخه خپور شو واورید. إنا لله و إنا إليه راجعون
ارواښاد پروفيسور رسول امين د هيواد يو ستر ملی ، علمي، او سياسي هستی وه ، چی د خپل ژوند په اوږدو کی ډیری علمی او فرهنګی کار نامی لرلی، د هغه مړينه يو ه ستره ملی او فرهنګی ضايعه بولو. هغه اوس د دى دنيا څخه سترګی پټی کړی او لاړ خو مو نږ په دی بارور لرو چی د هغه مرحوم نوم به د يو علمي ، سياسي او فرهنګي شخصيت په حيث د هيواد په تاريخ كښې د تل لپاره ځلاند او ژوندى وي.
زه د چپرهار د محصلینو د علمی اوپرمختیای ټولنی په استازیتوب د ارواښاد پروفيسور امين كورنۍ سره په دغه ستر غم كښې ځان شريک ګڼم . د الله پاك څخه ارواښاد ته د مغفرت دعا كوم او د كورنۍ غړو ته يې صبر جميل او اجر عظیم غواړم.
عبدالرحمن الفت محمودی
د چپرهار د محصلینو علمی اوپرمختیای ټولنی په استاژیتوب