وردګ جريده له وردګو څخه دوردګو زلميانو دفرهنګي ټولنې په مټ خپرېدونکې پښتو جريده چې اتمه ګڼه يې تازه همدا اوس دبېنوا درسنيو په ځنځير کې لوستونکو مينوالو ته وړاندې شوې ده، په دې جريده کې په سرليکنه او څو ټوټو شعرونو برسېره لاندې مطالب لوستونکو ته وړاندې شوې دي .
_وطن زما واک دامريکا (( پايله دسورمخو سرو روسانو په څېر))
_ په وردګو کې دژورنالېزم انستېتيوت ناڅرګند برخليک .
_ دبرياليتوب زينه دناکاميو له تختو نه جوړه ده ((په وردګو کې دپارلمان لپاره ديوتن کانديد قاضي امين وردګ سره مرکه ))
__ دمڼې ګل مشاعرې دشپږمې غونډې په هکله څو خبرې .
_ دجغتو دمدني او کلتوري بهير څلورمه غونډه ترسره شوه .
_ په حسن خېلو کې دنجونو يو ښوونځى پرانستل شو .
_ائتلافي ځواکونو دجغتو دولسوال کور تالاشي کړ
_ دپښتو لغت ټولولو لپاره يو وړانديز.
نوميالي دي په ډېر وياړ يې يادوو(( داستاد عبدالکريم خرم ژوند ليک ))
نوموړې جريده دبېنوا درسنيو په ځنځير کې په لاندې پته ميندلى شئ
www.benawa.com/rasanay/wardag
همداراز که غواړئ ددغه ادارې سره اړيکې ټينګې کړئ نو دبرېښناليک په دغه پته
wardagjournal@yahoo.com