مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-25   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت
د طالبانو اسلامي تحریک
((قیادې شورا))

د طالبانو اسلامي تحریک د  تل په شان د اشغال ګرو ځواکونو پر وړاندي خپل مقاومت ته دوام ورکوي او د لوی خدای په توکل او د اسلامي امت په ملګرتیا به د بریالي توب ورځ را ورسیږي.

الله (ج) فرمایې:

ترجمه: هغه ورځ راتلونکي ده چې حق پر باطل غلبه وکړي، خو هر څه قربانۍ او ځان تیریدني ته اړتیالري.

پورتنۍ آیې مبارکې ته په  کتو سره او د لوی خدای په توکل به د طالبانو اسلامي تحریک مجاهدین د خپلو ځان بازو مجاهدینو په قربانۍ سره په افغانستان کې اسلامي نظام ټینګوي او ټول امریکاېې او نور اشغال ګر ځواکونه به له خپلې سپيڅلي خاورې وشړي.

لکه څرنګه چې  نړیوالو خبري رسنیو په دې ورستیو کې د طالبانو د اسلامي تحریک سره د مقابلې لپاره د جنوبي کوریا په ګډون د یو شمیر نورو هیوادونو د نویو سرتیرو د استولو خبر ورکړی، خو زمونږ مجاهدین به د خپلو افغانانو وروڼو، خویندو، ځوانانو او زړو په مټ دغه ښکیلاګر او مزدور ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د طالبانو اسلامي امارت ټولو هغو هیوادونو ته چې افغانستان ته د سرتیرو د استولو او د امریکایې ځواکونو د ملاتړ لپآره زړه ښه کوي خبر ورکوي چې خپل بچې په افغانستان کې و نه وژني اوپه ډیر غور او دقت سره د امریکا له مزدورۍ او همکارۍ لاس واخلي.

د جنوبي کوریا خلک او ولس چې له طالبانو څخه یې څو کاله دمخه د خپلو اسیرو تبلیغیانو د خلاصون غوښتنه کوله او د اسلامي امارت قیادي شورا د جنوبي کوریا د ولس دا غوښتنه ومنله نو اوس یو ځل بیا زمونږ قیادي شورا د کوریا خلکو ته پیغام استوي چې په افغانستان کې د امریکا ملاتړ ته خپل بچیان راونلیږي دا ځکه چې ډيره ګرانه بیه به یې پرې کړي.

" نصرمن الله و فتح القریب "


په درناوې         
د طالبانو اسلامي  امارت
د امارت ویاند ملاذبیح الله مجاهد

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery