دخپریدو نیټه : 2005-06-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د جغتو مهالنۍ جريده چاپ شوه
جغتو جريده له وردګو څخه د "جغتو مدني او كلتوري بهير" د زلميانو په مټ لومړنۍ خپرېدونکې جريده ده، چې د لومړي ځل لپاره په ۸ مخونو كې تازه له چاپه را ووته، پدې ګڼه كې د محترم محمد آصف صميم او ښاغلي استاد ګل اغا احمدي وردګ په ګډون د سيمې د ليكوالو مقالې او مطالب خپاره شويدي، چې خپلو مينوالو او لوستونكو ته د سرليكنې او څو شعري ټوټو سربېره لاندې مضامين وړاندې كوي:
- جغتو، پوهنه او ستونزې
- كرزى د غازيانو تر مينځ هم د مور او ميرې سلوك كوي
- لوهيله ( اېډيال)
- سباوون
- د وخت ارزښت او زموږ بې پروايي
- سپېڅلې شملې:[غازي محمد جان خان]
ددې ترڅنګ د څلورمې ادبي غونډې انځوريز راپور هم د مينوالو مخې ته ږدي.
د جغتو جريده غواړي، چې د ځوانانو استعدادونو ته وده وركړي، سيمه ييز مسايل تر غور لاندې ونيسي او ټولنيزې روڼ اندۍ لپاره كار وكړي، هيله ده چې خپلو مشورو، وړانديزو او اړيكو يې مټ قوي كړئ او ډېر ژر به په انټرنېټ پاڼه كې هم پرليكه شي.
او په لاندې پته اړيكي نيولاى شئ:
jccd_jaghato@hotmail.com