د لوي او مهربانه څښتن په پاک نوم
د حق د ږغ د اوچتونکو پر وړاندي د زور واکو او ټوپک والو وروستۍ کړنې یو ځل بیا په ډاګه کړه چې لا تر اوسه هم په افغانستان کې د بیان ازادي نسته
تېره ورځ په لغمان ولایت کې پر یو شمېر خپلواکو ژورنالیستانو هغه مهال برید وسو کله چې دوي غوښتل د امریکايي ځواکونو لخوا د ملکیانو د وژنې په غبرګون کې ترسره کیدونکی لاریون تر مطبوعاتي پوښښ لاندي راولي
خو له بده مرغه ددې پر ځای چې له دوي سره مرسته سوې وای، د ملي اردو ځواکونو؟؟؟ ورباندي ډزې وکړې، ويې ډبول، سپکې سپورې يې ورته وویلي او دجلال اباد تلویزیون یو تن مخکینی خبریال یې په شهادت ورساوه.
دې پيښي یو ځل افغانانو او ژورنالیستیکو کړیو ته د شهید روحاني، جاوید احمد،هاشمزاده او نورو سره د سوي ظلم یاد تازه کړ خو په دومره توپیر چې د هغوي وژونکي معلوم نه وو خو د اوسنۍ پيښې عاملین ټولو ته څرګند دي.
د زابل په ولایت کې مېشت لیکوال، ژورنالیستان او ځوانان پر افغانو خبریالانو وروستی برید په کلکه غندي او له ټولو نړیوالو او کورنیو امنیتي ادارو او د بیان د ازادۍ له پلوي سازمانونو څخه غواړي چې ددې پيښي په جدي ډول پلټنه وکړي او عاملینو ته یې سخته سزا ورکړل سي.
باید ووایو چې دا ډول بریدونه به هیڅکله هم افغان ژورنالستان د حقایقو له خپراوي څخه منع نکړای سي او دوي د تېر په څېر د خپل سرپه بیه د خپل مظلوم اولس کړیکي او فریادونه د نړیوالو تر غوږونو ورسوي.
په افغانستان کې د خبریالانو د کامیابۍ او سوکاله ژوند په هیله.
بشیراحمد( فیضان)
دزابل دژورنالستانو او لیکوالو د اتحاديې مشر