د شمله په نوم مجله چاپ شوه
د كوټي له ګردي ځنګل كيمپ څخه د افغان مهاجرو د ادبي ټولني له لوري د شملې مجلې لومړۍ ګڼه د څلورديرشو مخونو په لرلو سره له چاپه راووتله چي د پښتۍ پر لومړي مخ يې د نوموړي كيمپ د ښوونځيو د زده كوونكو او ښوونكو انځورونه چاپ شويدي، شمله مجله چي د كوټي د ګردي ځنګل كيمپ د افغاني مهاجرو ليكوالو او شاعرانو په مټ خپريږي د خپلي لومړۍ ګڼي په سرليكنه كي ليكي : (د مهاجرت په دې نا ارام او كرغېړن ژوند كي مهاجرو ليكوالانو، د نظر خاوندانو او اديبانو له هر راز ستونزو سره سره دا هوډ وكړ چي كه د ژوندانه شېبې هر څومره ترخې هم وي خو موږ به د افغانيت شمله د ادب له لاري هسكه ساتو )، په مجله كي د بېلابېلو كيمپونو څخه د ښوونكو او زده كوونكو له لوري ليكني او شعرونه راغلي دي .