مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-06-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دعوت خپرونه چاپ شوه

دعوت خپرونه چاپ شوه
 د دعوت ۱۷۱ او ۱۷۲ مه ګڼه د چاپه راووته. دعوت چې په دا تیرو ۱۷ کالو کې د ناروې د هیواد نه په پښتو، دري او انګلیسی ژبو خپریږي. (www.dawatnet.com)
 د دې ګڼې یوشمیر په زړه پورې مطالب خپاره شوی چې سرلیکنه یې په دې ډول ده:
 
 سرليکنه editorial
 بيا هم په کابل کې د پښتو ښوونځيو د نشتوالي خبره
 
 د دعوت په پرله پسې ۱۶۲ او ۱۶۳ ګڼو کې مو د ژبو د انډول او د هیواد په پلازمینه کابل کې د پښتو ښوونځیو د نشتوالی یادونه وکړه. دعوت د هیواد دننه او بهر لومړنۍ افغاني خپرونه وه چې دې خورا حیاتي مسئلې ته یې وغوښتل د حکومت د مسئولینو او هیودوالو پام راواړوی.
 نوموړې لنډه یادونه د یو شمیر هیوادوالو له لورې په ګرمه بدرګه شوه او زموږ دې کار او یادونې ته یې د قدر او درناوي په سترګه وکتل او په ټینګه یې غوښتنه وکړه چې دا خورا مهمه مسئله چې د تاریخ په اوږدو کې ورته پام نه دی شوی او یا چا پرې غوږ نه دی ګرولی باید میدان ته راویستل شی. اوس چې هر څه د سره نوی او جوړیږی او د وخت غوښتنه هم ده چې نور باید د کابل د بومی او شریفو اوسیدونکو نه د مورنۍ او پلرنۍ ژبې حق وانخیستل شی، د هیواد د نورو سیمو په څیر د اساسی قانون په رڼا کې ورته پخپله خدای ورکړې ژبه د ښوونې او روزنې زمینه برابره شی.
 ښوونه او روزنه د هر ماشوم، ځوان او پیغلې حق دی او هیڅوک یې ترینه نه شي اخیستی. موږ پخپله پخوانۍ سرلیکنه کې هم ویلی وو او بیا وایو چې د کابل ښار او ولایت اوسیدونکو غوڅ اکثریت پښتانه دی او دغه غضب شوی حق باید بیرته ورته ورکړل شی.
 که د پخوا په څیر دې مسئلې سره سرسري او اواګیر چلند وشي نو پایلې به یې د هیچا له پاره ښې نه وي. دا په دې مانا چې د نورو ژبو د اوسیدونکو حق باید ونخوړل شی او هم د یوې ژبې او قوم حق باید بل چاته ورنکړل شي.
 د دعوت په نظر دا د ملي یووالي او یوې یو موټی افغاني ټولنې د جوړیدو کیلي ده چې هر افغان ته باید د قانون دننه خپل حقه حقوق ورکړل شي او که نه د حقوقو خوړل به د نفرت او کرکې د زیاتیدو پرته بل څه نه وی.
 موږ یو ځل بیا خپل مسئولیت پوره کړ دا اوس په نورو او په ځانګړی ډول د افغان دولت د چارواکو پورې ده چې د ولس دا حق پوره او د ښوونې او روزنې په برخه کې دا بې عدالتي او د نه منلو وړ بې انډولۍ ته د پاۍ ټکئ ږدي او که نه؟.
 تر ټولو مهمه دا پخپله د کابل د خلکو او اوسیدونکو پورې ده چې د ځان، خپلو ماشومانو او راتلونکو نسلونو له پاره پخپله مورنۍ ژبه د ښوونې او روزنې غوښتنه وکړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery