مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جلګه مهالنۍ چاپ شوه

ګل آغا احمدي وردګ


د ګلونو بهیر چې څومره ډیریږي له دې سره جوخت د هیواد د کلتوري سمسورتیا د بڼ د فضا په لیکو کې د عطرو نوې وږمې په نڅا راځي او داسې یو رنګین ماحول منځته راوړي چې د هر انسان او هر موجود د خوښۍ سبب ګرځي. د ګلونو په دې بهیر کې دا دي نن موږ د خوښیو د یوه بل زیري سره مخ کیږو هغه دا چې د وردګو او میدان د ولایت د جلګې د ځوانانو او محصلینو ټولنې د ( جلګه) په نوم یوه مهالنۍ له چاپه راویستلې او د هیواد د مطبوعاتو په ډګر کې یې ورګډه کړې ده.

له ټولو څخه د مخه موږ د نوموړې مجلې د چاپ په هکله ټولو افغانانو، د علم او کلتور عاشقانو او د نوموړې مجلې چلوونکو ته مبارکي وایو او د لوی خدای له دربار څخه نوموړو ته په دې نیک کار کې د لا زیات توفیق غوښتنه کوو.
د نوموړې مجلې مسوول مدیر ښاغلی انجنیر محمد یعقوب هاشمي او کتونکی پلاوی یې ښاغلی محمد زبیر شفیقي، ګل آغا احمدي وردګ، مطیع الله اباسین او اسدالله وحیدي ښودل شوي دي.
د جلګې د مهالنۍ  پښتۍ رنګینه بڼه لري چې د پورتني انځور له مخې یې په خپله لیدلی شی. د دې مهالنۍ  لیکنې په ۲۶ پاڼو کې ځای پر ځای شوې دي چې لومړۍ ګڼه یې د لړم په میاشت کې چاپ شوې ده.
د جلګه په مهالنۍ کې لاندې لیکنو ته ځای ورکړل شوی دی:
• سرلیکنه
• اسلام یوازې دوه ډوله ټولنې پیژني
• مسلمانان څومره وروسته پاتې دي
• هغه شپه چې امریکا دویم ویتنام ته کوزه شوه
• ښځه اوس هم مظلومه ده
• نړیوال توب په کومه بیه او څه مفهوم
• د نړیوال مالي بحران پر وخت د اسلامي بانکونو غښتلي کیدل
• بې خوبي او له هغه سره د چاغښت تړاو
• طنز
• ملي کلتور او ملي هویت
• د کاندیدانو میړونه غواړي میړونه یې بیرته د کور چارو  ته ستانه شي
• مور تر ټولو غوره ده
• د نیستۍ له لاسه یوه تن خپل زامن بلې کورنۍ ته ورکړل
• د ډیران یاد
• شعرونه
د وردګو کلتوري یون په داسې حال کې چې د جلګه مهالنۍ چلوونکو ته یو ځلې بیا  مبارکۍ وایي دوی ته د ټولنې د خدمت او هیواد ته د سولې د راوستلو، عامه پوهاوي او عمومي ویښتابه په لاره کې د مثبت رول د لوبولو توفیق غواړي او جلګه مهالنۍ د هیواد د کلتوري خدمتونو په ډګر کې یو ښه پيل ګڼي.
مینه وال کولای شي چې جلګه مهالنۍ د بیهقي کتابتون له مرکزي کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery