مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-07-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني احتجاج ليک

حبيب الله غمخور

 

احتجاج ليک 2005.07.03
په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولنه د علامه حبيبي په تاريخي اثارو کي دايران بربنډي لاسوهني په کلکه غندي .
د تيرو درو لسيزو را په ديخوا له بده مرغه زموږ په هيواد کي دپر ديو او په ځانګړي توګه د ګاونډيو هيوادونو دهر ډول لاسوهنو لړۍ روا نه ده . زموږ د هيواد په سياسي _ نظامي او کلتوري چارو کي د ايران لاسوهني د پر له پسې تيري تر بريده رسيدلي دي ، که روسي او پاکستاني مخامخ نظامي لاسوهنو زموږ د هيواد هر څه وران او له مينځه يوړل ، د ايران له لوري سياسي _ نظامي او کلتوري لاسوهنوهم زموږ د هيواد سياسي هويت ، ملي يووالي او کلتوري پياوړتيا ته درانه زيانونه رسولي دي .
زموږ دهيوادپه يوشمير ولايتونو کې د ښونځيو سره د مرستي تر نامه لاندي په ايراني روحيه ليکل شوي کتابونه د خپل فرهنګ د خپرولو په نيت وېشي ، د فرهنګي اړيکو په بهانه زموږ په هيواد کي منل شوي دري ادبيات د ايراني مغرضو اصطلا حاتو تر سيوري لاندي کړ کيچ ته ور ټيل وهي ؛ د خپلو يوشمير روزل شويو کسانواو لاس پوڅو په مرسته زموږ د هيواد په ميشتو اولسونو کي د ژبني او مذ هبي اړ پيچ پيدا کولو او زياتولو ته زمينه برابره وي ؛ او په دې تر تيب نوري لاسوهني .
په ايران کي د يو شمير څرګندو کړيو د لاسوهنو زياتي بيلګې شته چي را يادي شي ، خو د کلتوري لاسو هنو يوه بيلګه يې د خپلو هيوادوالو په وړاندي رسوا کوو :
زموږ د هيواد ستر مورخ علامه پوهاند حبيبي د ځان څخه تر يوسل او ديرش ټوکه زيات ارزښتمن کتابونه په ميراث پريښي دي ، د دې جملې څخه يوهم د (( تاريخ افغانستان بعد از اسلام )) نومي کتاب دۍ چي نه يوازي په هيواد کي د څيړونکو او مورخينو لپاره د يوه معتبر اثر په توګه منل شويدۍ ، بلکي د سيمي او نړۍ د پوهانو او څيړونکو له خوا هم د يوه ډاډمن اخځ په توګه د ګټي وړ ګرځيدلۍ دۍ . دا کتاب د لومړي ځل لپاره په 1357 لمريز کال د افغانستان په دولتي مطبعه کي چاپ او خپور شو ، هغه وخت د دې کتاب د چاپ اوخپريدو چاري د علامه حبيبي تر مخامخ پاملرني لاندي تر سره شوې . دادۍ اوس د دې نامتو اثر دريم چاپ خپور شويدۍ چي د خپريدو چاري يې د افسون په نوم کوم چا تر سره کړي ، او د چاپ بڼه يې د پيک ايران له لوري په 1380 لمريز کال بشپړه شويده .
د (( تاريخ افغانستان بعد از اسلام )) کتاب په دې ورستيو کي په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني لاس ته رسيدلۍ دۍ ، له بده مرغه ايراني کړيو د تير په څير دا ځل بيا د افغانستان د پيژندل شوي مورخ علامه حبيبي په لاس ليکل شوي تاريخ کي بر بنډه لاسوهنه کړيده ، چي څو بيلګي يې را يادوو :
لومړۍ : د (( تاريخ افغانستان بعد از اسلام )) تر لومړي سر ليک وروسته د متن په پيل کي، سر ليک داسي ليکل شويدۍ (( تاريخ ايران وافغانستان بعد از اسلام )) په دې سر ليک کي د ايران نوم ور پيوند شويدۍ ،کله چي لومړۍ ځل دا کتاب خپور شو ،هلته د ايران نوم ندۍ ليکل سوۍ ؛
دويم : د (( تاريخ افغانستان بعد از اسلام )) په لومړي چاپ کي د کتاب مخ پوښ کي داسي انځور خپور شوۍ و چي زموږ د هيواد په لرغوني تاريخ کي د سمبول بڼه لري ، هغه وخت د ستر کنشکا يو انځور خپور شوۍ وو چي مجسمه يې لا تر اوسه هم په ملي موزيم کي ساتل سويده . په داسي حال کي چي د دريم ايراني چاپ په مخ پوښ کي نه يوازي دا چي هغه لرغوني سمبول نه دۍ خپور شوۍ ، بلکي داسي کرغيړن ډيزاين ورکړل شويدۍ چي په هيڅ ډول د افغانستان د وياړلي تاريخ لپاره سمبول نه شي ګڼل کيدای ؛
دريم : د (( تاريخ افغانستان بعد از اسلام )) دريم ايراني چاپ پر مخ پوښ ( ساتندويه پوښ ) کي دافغانستان داسي نيمګړې نقشه انځور شوې چي د هيواد درې لويديځ ولايتونه ( هرات ، نيمرز او فراه ) په مغشوش ډول ښودل شويدي ، چي دا په خپل وار په ايران کي د هغه نا روا او کرغيړنو کړيو د هيلو ښکارندويې کوي چي د ښکاره او پټو لاسوهنو شا ته يې لري .
په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولنه په دي تنګ او لنډ وخت کي د دې تاريخي اثر په اړه د ايراني چاپ يوشمير نيمګړتياوي او لاس وهني په گوته کړې ، دا ټولنه په هيواد کي د ټولو علمي او فرهنګي مرکزونو ، د کابل پوهنتون ، د افغانستان د علومو اکاډمي ، د اطلا عاتو او کلتور وزارت اوبيا په ځانګړي توګه په هيواد کي دننه او له هيواده نه بهر افغان مورخينو ته د يوې ملي دندي په توګه بلنه ورکوي چي د ايراني کړيودا ډول لاسوهني را برملا او زموږ جګړې ځپلي اولس ته يې رسوا کړي .
راځۍ په يوه بشپړ افغاني ملي هويت دا ږغ اوچت کړو چي : ګاونډي هيوادونه دي زموږ په هيواد کي هر ډول نظامي او فرهنګي لاس وهني بندي کړي ! په درنښت
 

د دوستۍ فرهنگي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
حبيب الله غمخور

يادونه : د ټولو هيوادوالو څخه هيله کوو چي د دې غندني په اړه خپل ملاتړ په لاندي پتو څرګند کړي :
په سويډن کي د دوستۍ فرهنګي ټولني مرکزي دفتر : Ghamkhor@ hotmail.com
Ghamkhor .H
Snödropps gatan;7
215 27 Malmö . Sweden
په سويډن کي د (( نوې هيله )) اداره : Nawey_hilla@hotmail.com

www.tolafghan.com
www.benawa.com
www.salaamtolana.com
www.ariaye.com

www.worbal.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery