افغانستان اسلامي حزب ته د مرڅلې مجلې له لوري د مبارکې پیغام
د ولسمشر کرزي له لوري د اقتصاد وزارت ته نوماند د افغانستان د اسلامي حزب مشر او تکړه مجاهد ښاغلي عبدالهادي ارغنیدوال وکولای شول چې نن (شنبه) د افغانستان له ولسي جرګې څخه د باور اکثریت رایه ترلاسه کړي.
ښاغلی ارغندیوال چې تکړه مجاهد او په اقتصاد کې لیسانس لري د رایو پایله یې په دې ډول وه ۱۲۱ د تايید، ۹۴ رد،۲ باطلې او ۲ هم سپینې چې په دې حساب سره د باور د اکثریت رایو په درلودلو سره د اقتصاد د وزیر په توګه وټاکل شو.
د مرڅلې مجلې اداره او ټول کارکونکي ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د افغانستان د اسلامي حزب ټولو غړو او کړېدلي افغان ولس ته ددې بریا له امله مبارکي وايي، د خدای (ج) له دربار څخه ښاغلي ارغندیوال ته د ډېرو بریاوو او افغان کړېدلي او ځورېدلي ولس ته د هوسا او نېکمرغه ژوند غوښتنه کوو.
د واحد او سوکاله افغانستان په هیله
په ادب او درنښت
اشرف غیرت
د مرڅلې مجلې مسوول چلونکی – غزني افغانستان