مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جرمني کې دبایرن مېشتوافغانانو دکولتوري ټولنې اعلامیه

بســــــــــــــــــــــــمل

 


نن  دشنبې  ورځ  چې  د۱۳۸۸وم لمریز کال  دسلواغې له  دریمې نېټې سره سمون  خوري  زموږ  دکولتوري  ټولنې غړو دسږ کال لمړۍ نوبتي غونډه وکړه  چې  په  طرځ کې یې  په  ډېرو مهمو سیاسي او کولتوري مسلو بحث وشو موږ دخپل ګران هیواد په روانه پېچلې او دردوونکې وضعې خبرې وکړې، دکابل دلاس پوڅې او ناکامې ادارې پرله پسې ناکامۍ او دولس په وړاندې یې نه بخښونکې جفاوې په سختو کلماتو کې وغندل شوې، موږ د حامد کرزي په عوام فرېبي اوبیاهم له جنګي جنایتکارانوسره د ملي مشارکت  ترعنوان لاندې دهغه وروستي له شرمه  ډک ګامونه محکوم کړل، زموږ  دغونډې زیاتره وخت دامریکا په کلیفورناکې دسولې دجرګې دپرېکړه لیک په ارزونې او ملاتړ و لګېد له  هغه  څخه  وروسته  زموږ  بحثونه  د راتلونکې اونۍ  په کنفرانس کوم  چې انګرېزانو د خپلوموخو او اغراضو په منظور په لندن کې پلان کړی دی  وغزېدل  د دې  ترڅنګ  زموږ  ملګرو د امریکا غږ،
ازادي  اوبي بي سي  رادیوګانویوطرفه اوخصمانه  خپرونوته  جدي ګوته ونیوه اوچلوونکې یې چې ظاهرأ افغان  ژورنالستان  خودمادي امتیازاتو په بدل کې دخپل  پلرني او مورني  هیواد په اړوند خوراغیر مسؤلانه  خپرونې تنظیموي  په شدت سره وغندل  زموږ  دغونډې  پرېکړې، ملاتړ او تصمیمونه  دلاندې اعلامې په  تصویبولوکې راغونډ شول :
۱ ــ موږ دامریکا په کلیفورناکې دسولې دجرګې له پرېکړه لیک څخه  په کلکه ملاتړ کوو.
۲ ــ موږ دکابل دسولې له جرګې څخه  ترهغه وخته ملاتړ کوو تر کومه چې دکابل  دادارې له اغېز څخه  لرې  او بې پرې پاته وي .
۳ــ موږ  دیو بې پرې نړیوال کنفرانس له لارې دکرزي د تش په نامه  اوله فساد څخه ډکې ادارې بدیل غواړو تر څو د یو لنډ محال حکومت په  راتګ سره سولې  او ورپسې دعادلانه  ټولټاکنو لپاره زمینه برابره کړي  .
۴ ــ موږ له نړیوالو سره دښو مناسباتو تر څنګ  دخپل پلرني هیواد دځمکې او فضأ واک  غواړو .
۵ــ موږ  دانګلستان  د بهرنیو چارو د وزیر ملیبند وروستۍ غیر مسؤلانه  څرګندونې چې غواړي  افغان  والیانو ته زیات  صلاحیت  ورکړ شي  په کله محکوموو او دا د افغانستان  د تجزې لپاره یوه خطرناکه  لوبه ګڼو.
۶ــ موږ دلندن کنفرانس  بې غرضه نه ګڼو بلکې دا به  افغان ځورېدلي ولس ته یوه بله لومه  او دوخت  ضایع وي .
۷ــ موږ له یو شمېر هغو تکنوکراتو اومسلکي  افغانانوڅخه غوښتنه کوو چې دخپل شخصیت او مظلوم ولس د نجات  لپاره  دکرزي  له تش په نامه ادارې  څخه ګوښه  شي تر څو د شمال  دجنایتکارې  ټلوالې عمر ور لنډ کړي .
۸ــ موږ له  هغو افغان  ژورنالستانوڅخه کوم  چې لوېدیځو دا پاس یادو شوو  رادیوګانوته  چوپړ کوي  غوښتنه کووچې که دخپل هیوادپه ګټه څه نه شي وېلی نو دنورو مخه دې نه نیسي او که نه په راتلونکې کې به دهر یو نوم جلا جلا خپل ولس ته وروښیو.
یوه جـــــــدي هیـــــــــــــــــــــــــــــله :
 زموږ کولتوري ټولنه په هیوادکې دننه او بهر له ټولو کولتوري ټولنو، فرهنګیانو، فرهنګپالو او ملي سوداګرو څخه هیله کوي چې  په خپل اخلاص او نوښت سره  دیوې داسې  ځواکمنې نړیوالې  رادیو په  جوړولو بریالي شي چې زموږ  دولس او ګران  هیواد دملي ګټواو استقلال  لپاره  دنړۍ په کچه خپرونې تنظیم  او دخپلو حقه حقوقو د ترلاسه کولو لپاره خپل غږ اوچت کړای شي .
یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
که پاس یاد شوي ژورنالستان  دپخواپه څېر خپلو مغرضواوعوام فرېبانه خپرونوته دوام ورکړي نوله خپلو ټولو هیوادپالوفرهنګیانو، منورینو،اخبار، ویبپاڼو، ویبلاګ اونورو د ازادو رسینیوله چلوونکوڅخه په کلکه هیله کووچې ټول افغان ولس وهڅوي  ترڅو دخپل عمر داخوږې  شېبې دغلیم دتبلیغ اورېدلو ته ورنه کړي باید زیاته کړوچې دادی له دریولسیزو څخه ور واوښتې چې دپاس یادوشوو رادیوګانوببولالې مو واورېدې بې له دې چې خپل روح اوروان  ته  موزیان ورساوه بله ګټه مو ونه کړه  اوس نو  پرېږدئ  چې دیادو شوو رادیوګانو دایو شمېر خرڅ  شوي ژورنالستان   له خپلې  ماتې سره کډه بار  وګرزي  .

                                              دجرمني  په  بایرن ایالت کې  د افغانانو کولتوري  ټولنــــــــــــه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery