سورغر اوونيزه چاپ شوه.
سورغر اوونيزه له كندهار خپرېدونكې خپلواكه، ناپېيلې، ټولنيزه، اقتصادي، فرهنګي او هنري خپرونه ده چې د لومړي كال لومړۍ ګڼه يې چې د چنګاښ د ۱۶مې نېټې ګڼه ده په اتو مخونو كې خپره شوې ده.
په دې اوونيزه كې سياسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنيز او هنري مضامين راغلي، چې څلور مخونه يې رنګه او څلور نور يې تور و سپين دي.
د امتياز څښتن يې مرجان، څارونكى مدير عبدالاحمد محمديار، مسوول چلوونكى صالح محمد صالح، مرستيال يې حشمت ساحل او مرستندويه اداره د اراكوزيا افغان اعلاناتو فرهنګي څانګه ده.