مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-07-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) پيغام


دا چې چا دلته ټول یو رابللي
دغه یاد دی د ادب دیو ملګري
دغه یاد دی د قلم د یو فنکار
دغه یاد دی دکلتورد یو سالار
هوکې !
نن بیا د یو چا په همت او زیار ،د یو چا په خلوص او کار ،دیو چا په بلنه او ابتکار ،دغه یاران او د ادب مینان ،د پښتو فرهنګ دغه پتنګان ، دلته په دې جونګړه کې د یو مشال ،دیوې بلې ډیوې او دیوې رڼا د وړانګو د ځلا او ښکلا نندارې ته رابلل شوي .هغه رڼا چې زموږ د ادب او کلتور دجونګړې ډېر تیاره ګوټونه یې روښانه کړل او لکه د هسک د برېښنا په څېر د خپل ژوند په لمحه کې یې د الماسو غمي هست کړل او پښتون کهول ته یې په ډالۍ کولو سره د خپل اولس د ادب په شتمنتیا کې د مننې وړ ونډه واخیسته .
هوکې !
د برېښنا یو پړق و
وځلېد
خپله لاړ
خو خپل قیمتي الماس یې ما او تا ته پرېښودل
نن د الماسو د دغه خاوند یاد کوو،د ارواښاد میرزا علم حمیدي یاد .
میرزا علم حمیدي د پښتو ادب د رنګینه بڼ هغه خوشبویه ګل و چې په خپل ټول ژوند کې د ښکلا استازی پاتې شو.
د خپل قام او د نړۍ د ټولو اولسونو د پایښت او ښایست ترجمان پاتې شو.
میرزاعلم حمیدی ټول عمر له قلم سره مل پاتې شو،له کتاب او رسالې سره مینه وال پاتې شو.له شعر او کیسې سره یې دوستي وه غوره پښتو نظم او نثر یې خپل کړ او هغه یې د افغان اولس د دردونو او هیلو هنداره وګرځوله .پردیسي قلم یې د مساپر انسان د تلوسو استازی شو او له خندا ډکه خوله ،پېرزوینو او اخلاص یې د افغان د ستر ټبر د کلتور غوره بېلګه شوه .
د ارواښاد میرزا علم حمیدي آثار په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان د ټولو خلکو د شتمنیو یوه برخه او افکار یې د افغاني ټولنې د هوساینې او بسیا ژوند په لاره کې ګټور او اغېزمن دي .
موږ په ډنمارک او ټولو سکندناوی هېوادونو کې یو شمېر اوسیدونکي افغاني فرهنګیان په داسې حال کې چې د دغې یاد غونډې د جوړیدو له امله په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې له مشر ښاغلی زرین انځور او د دغې ټولنې دمشرتابه هیات او ټولو غړو له زیار او هاند څخه د مننې او کور ودانۍ څرګندونه کوو ،پوره باور لرو چې په دغه یاد غونډه کې به د درنو لیکوالو او څېړونکو لیکنې او څیړنې د ارواښاد حمیدي د فرهنګي شخصیت په ډیرو نورو تتو ګوټونو هم رڼا واچوي .
هیله لرو د ارواښاد حمیدي ناچاپه آثار د هېواد د فرهنګیانو په مرسته خپاره او مینه والو په واک کې ورکړل شي .

که غر اوچت دی په سر یې لار ده
پښتو واییً، پښتو لیکیً ، پښتو لولیً
اوس قافلې دی بې خطره درومي
موږه په لاره مشالونه کېښوه

په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ )په استازیتوب
محمد یوسف هېواددوست

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery