دخپریدو نیټه : 2005-07-19 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
اتل پيلوټ بريدجنرال شاه پوراحمدزى وفات شو!
اتل پيلوټ بريدجنرال شاه پوراحمدزى وفات شو!
انالله واناليه راجعون
دافغانستان دهوائي ځواکونويوتکړه پيلوټ بريدجنرال شاه پوراحمدزى دالمان داتحادى جمهوريت دهامبورگ ښارته ورڅيرمه دسمندرپه غاړه داوبوڅپوله ځانه سره واخيست اودهغه دهيلوډک ژوند ئي پاى ته ورساوه.
پيلوټ بريدجنرال شاه پوراحمدزى په لمريزهجرى ١٣٣٦کال کى دکابل ولايت دخاک جباردولسوالى دملنګ په کلى کى زيږيدلى و.لمړى اومنځنى زده کړى ئي په سيمه ييزى ښونځى اودابن سينا په ليسه کى ترسره کړى وى. وروسته دکابل پوهنتون دساينس پوهنځۍ ته منل شوى و. خودهغه ځانګړى مينى له کبله چى دهوابازى له مسلک سره ئي درلوده دغه پوهنځى ئي پرېښوده اوهوائي پوهنځى ته شامل شو. له همدغه پوهنځى نه دپيلوټي زده کړودپاره پخوانى شوروى اتحاد ته وليږل شو. په ١٣٥٨ کال دزده کړوله پاى ته رسولووروسته هيوادته راستون شو اوڅه دپاسه يوولس کاله يي په پوره زړورتيااوپخې مسلکى وړتيا خپلې دندې ترسره کړې اوپه همدې دوره کې داتل وياړترلاسه کړ. په هيوادکى دواکمنيوپه اوښتوسره جلاوطنى ته اړشو.پاتى عمرئي ټول خپل وطن اومسلک ته دورګرځيدوپه هيله تيرکړ. په نژدې وختوکى وطن ته ورستون شوى و څووګورى څنگه خپلې هيلي ترلاسه کولاى شي. خودوطن حالاتوله دغې غوښتني څخه ناهيلى کړى اوبيرته مهاجرت ته راوگرځيد.دغه شان دمهاجرت زوروونکوحالاتوپه کلونوکلونودده کورنۍ ميرمن،لوڼى اوزامن ليرې ورنه ساتلي واوپه همدې نږدې وختونوکى ئي داامکان ترلاسه کړى وچى خپله کورنى بياراټوله کړى خوډير زوروونکى مرګ دده هيلى ورنه واخيستې اودکورنى خوښي ئي هم په نه هيريدونکي ويرواوښتى