مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پښتو نړيوال مرکز د خواشينۍ پيغام

پښتو نړيوال مرکز، کابل

 

په ډېرې خواشينۍ خبر شو، چې د پښتو ژبې  لوی شاعر، اديب، مفکر او د پښتونخوا مبارز سياستوال اجمل خټک له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې (انا لله وانا اليه راجعون).
ارواښاد اجمل خټک د خپل عمر اوږده کلونه د پښتنو د خپلواکۍ، ويښتيا او پرمختيا لپاره نه ستړې کېدونکې  مبارزه وکړه او په دې لار کې يې د زندان سختې شپې  او له کور او کلي څخه د بېلتون ترخې ورځې په مېړانه وزغملې. په داسې مهال کې چې پښتانه د خپل تاريخ ډېرې سختې او حساسې شېبې تېروي او د سيمې او نړۍ په کچه له سختو دسيسو او تېريو سره لاس او ګرېوان دي، د ارواښاد اجمل خټک په څېر خواخوږي او زړه سواند مشر له لاسه ورکول د لر او بر افغان لپاره يوه لويه ضايعه ده. پښتو نړيوال مرکز د دغې ملي ضايعې له امله د ارواښاد کورنۍ او د لر او بر افغان  ټولو کلتوري، سياسي او  ټولنيزو کړيو او بنسټونو ته تسليت وايي او د ارواښاد اجمل خټک روح ته د الله (ج) له درباره د ابدي ښادۍ دوعا کوي.

په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery