مطبوعاتي اعلامیه
د کرنې وزیر د نهو رغاونیزو پروژو د قرارداد لاسلیکېدلو په مطبوعاتي کانفرانس کې:
په مرکز، ولایتونو، او ولسوالیو کې به د کرنې دفترونه تجهیز او بیا ورغول شي
دفترونه او دفتري تجهیزات د ادارې کالبوت، او پوهه او فني مهارتونه د ادارې د سا حیثیت لري، او د کرنې وزارت د ادارې د اصلاح او بدلون پروګرام په دواړو برخو کې جدي پروګرامونه پلې کوي.
پورتنی مطلب د کرنې وزیر ښاغلي محمد آصف رحیمی، د ۷۱.۲ ملیونه افغانیو په ارزښت د ۹ ساختماني پروژو د لاسلیکېدلو په مناسبت په دایر شوي مطبوعاتي کانفرانس کې چې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې دایر شوی و، څرګند کړ.
ښاغلي رحیمي وویل: "د یوې فعالې او خوځنده ادارې د رامنځته کولو لپاره باید هم د دفترو په فزیکي رغونه، بیارغونه، او سمبالولو کار وشي، او هم باید د ظرفیتونو او فني مهارتونو د لوړاوي په برخه کې پروګرامونه تطبیق شي. زموږ فعالیتونه په دواړو برخو کې په شدت ادامه لري. موږ د ظرفیت لوړاوي د لسګونو پروګرامونو او د نویو کدرونو د استخدام ترڅنګ د دفترونو د اعمار او تجهیز په لسګونو پروژې په ولایتونو او ولسوالیو کې پلې کړي دي."
هغه زیاته کړه: "د ۱۳۸۸ کال په اوږدو کې په مختلفو ولایتونو کې د حیواني کلینیکونو، لابراتوارونو، روزنیزو مرکزونو، د قرنطین د پوستو، د ځنګلونو د ترصدي برجونو، ترویجي واحدونو، ګودامونو او دفترونو په شمول ۷۰ ساختماني پروژې عملي شوي دي، او په دې سربېره، ۲۴ ساختماني پروژې په مرکز او ولایتونو کې د تطبیق په حال کې دي، او ۲۱ نورې یې داوطلبۍ ته سپارل شوي او په نیږدې راتلونکې کې به یې قراردادونه لاسلیک شي."
جلالتمآب رحیمي زیاته کړه: "موږ د ادارې اصلاح او ریفورم د کرنېزې پراختیا د ملي کارچوکاټ څلورمه ستن ټاکلې، او د دې دلیل په ساده ټکیو دا دی چې که څوک غواړي خدمت وکړای شي، باید د خدمت د کولو وړتیا ولري. موږ ډېر ځله عزم او اداره لرلې، خو وړتیا، ظرفیت، او یا د خدمت کولو کافي امکانات مو نه دي لري."
د کرني وزیر وویل: د وزارت د اداري اصلاح او ریفورم په پروسه کې د ظرفیت لوړاوی، د معلوماتو د سمبالښت د سیسټم جوړېدل، د مسلکي او فني کدر جذبېدل، د اداري تشکیلاتو بیاکتنه او د اداراتو د فزیکي بېخبنا رغونه شامل دي. هغه زیاته کړه: "تاسې د جنورې په ۱۳مه د وزارت د کارمندانو د ظرفیت لوړاوي د پروګرام د درېیمې دورې د فراغت شاهدان وئ. تر دې دمه په سلګونو تنه فارغ شوي، ۱۴۰ تنه د لنډمهالو کورسونو لپاره له هېواده بهر استول شوي، او ۱۷ تنه د تخصصي زده کړو لپاره د نړۍ سترو پوهنتونونو ته استول شوي. په دې سربېره، په لسګونو ورکشاپونه او د ظرفیت لوړاوي سیمینارونه دایر شوي دي.
هغي زياته كره" دا پروسه جريان لري. د 400 نه دير اشخاص به كار ته وكمارل شي. او د منجمنت به برخه كي اكثريت ولاياتو كي ولايتي مشاورين كار ته كمارل شوي دي."
ديادولو ور ده چي په پورتنیو پروژو كي دبني حصار د مالداري د تحقیقاتي فارم د احاطې، د دارالامان دپيله وري د تحقیقاتي فارم د احاطې پروژه، د مرنجان تپې د چمن احاطه , د بی بی مهرو فارم د تحقیقاتي فارم احاطه, په كندز، كندهار، هلمند، او لغمان ولایتونو کې 20 خونه ییز ترویجي یونټونه, او د خوست ولايت یو اته خونه ییز ترویجي یونټ شامل دی، چي د دي قراردادونو په لاسلیکېدلو به یې عملي كار پیل او په 5 تر 9 مياشتو کې تكميل شي.