مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-14   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

د ځاځيوټولنه په پکتیا کي دملکي وګړو وژنه غندي

شهزاداریوبي

د ځاځيو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنه په پکتيا ولايت کې د يوې کورنۍ د پنځو بي ګناه ملکي وګړو وژنه په کلکه غندي
د متحدو ايالتونو ځانګړو ځواکونو په پکتيا ولايت کې د يوې کورنۍ پنځه بي ګناه ملکي وګړي شهيدان کړل. رپوټ کې راغلي چې د زرمت ولسوالۍ د استخباراتو مدير ښاغلي داود او د هغه کورنۍ د خپل زوی د زوکړې د لمانځلو پر مهال د شپې علمياتو په ترځ کې شهيدان شول. پدې غميزه کې پخپله ښاغلي داود، د هغه ورو او درې مېرمنې شاملي دي.

د ځاځيو ځوانانو د علمي او کلتوري ټولنې په آستازيتوب د ښاغلي داود، د ده ورور او د دريو ميرمنو وژنه په کلکه غندم. دا د يوې کورنۍ وژنه نه، بلکې د پښتون قوم وژنه ده. دا مهال کرزی چېری دی چې هره ورځ وايي چې نور به بي ګناه کسان نه وژل کيږي؟ پوليس چېرې دي؟ ملي اردو چېرې ده؟ والي او د هغه ټيم چېری دی چې د دې غميزې په باب پوښتنه وکړي. زموږ د ولس وژنه بس کړئ. بس کړئ. که نه نو د روسيې فدراسيون په پايله هر څوک خبر دي. الله تعالی دې ښاغلي داود او د ده کورنۍ ته جنتونه په نصيب کړي او د ده پاتې کورنۍ، ملګرو او دوستانو ته د زړه صبر غواړو. آمين

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery