مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-19   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

افغان ساینس پوهان دډاکټردرويزه اڅکزي په ويرکې

ډاکټرنظرمحمدځدراڼ

لیکوال : پوهنوال ډاکټر نظرمحمد سلطانزی ځدران
ځای : جرمنی
نیټه :  ۱۹/فبروري ۲۰۱۰ زکال

سحرگه وه د نرگس لیمه لانده                                څاڅکي څاڅکي یې له سترگو څڅیده
ما وې څه دي ښکلیه گله ولې ژاړې                    ده وې ژوند مې دی یوه خوله خندیده
                                                                                                                                                        (نازوانا )


په ډېره خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړچې دهیوادیووتلی کیمیاپوه ډاکټردرويزه اڅکزی  په حق ورسید .
انالله و اناالله راجعون
  د ارواښاد، دناځاپی مړينې خبر ترټولوماځکه دومره ډیرځوروي چې دیوې خوا مې دهغه سره یوځای  درحمن باباپه لیسه کې زده کړې ترسره کړې دي اوبل خوادپښتوژبې  د پرمختګ په تړاوپه یوه همغږي فکرسره وو  . همدالامل دی چې زه ځان پوروړی ګڼم چې دخدای بښلي  په یادڅوکرښې ولیکم :
دارواښادپه هکله لیکل اوویل ډیردي . خوپه لنډه توګه به زه دیوه ساینس پوه په توګه ځینې خاطرې دلته یادې کړم
۱- ارواښادپه پښتوژبه اوکلتور مین سړی وواوپه دې اړوندیې نه یوازی  په اجتماعي برخه کې  هراړخیزکتابونه لیکلي دي بلکې دساینس په څانګه کې  یې هم په ملي اونړیواله کچه معتبر کتابونه لیکلي اوچاپ شوي دی . دبیلګې په توګه عضوي کیمیا.، دشکرناروغي اونورمسلکي کتابونه
۲-  ارواښادپه  ازادی مین  اوډیروطنپال سړی وو.  همدالامل ووچې دروسانودیرغل پروړاندې یې په جرمني کې څوځله لاریونونه تنظیم کړه  اوټول مسئولیت به  یې په خپله غاړه واخیست.  
۳-  ارواښادیوعملي سړی وه اودخبروپه ځای یې کړه وړه خوښیدل اوپخپله یې هم  عملي ګامونه اخیستل   . دشعارورکولوپلوی نه وه. همدالامل ووچې وطن ته بیرته ستون شوترڅودافغان ځوان نسل ته دیوه وتلي ښوونکي په توګه  خدمت وکړي .
۴-  خدای بښلی نه یوازې په خپل مسلک کیمیاکې ژوره پوهه ترلاسه کړې وه بلکې په څنګ کې يې سیاسي مبارزه هم دژوندیوه برخه  کرځولې  وه . په کلتوري اوفرهنګي غونډوکې یې  تل فعاله برخه اخیستله اویابه یې پخپله  جوړولې
۵- میلمه پال ، ننګیالی ، رښتونی  اودډګرسړی وو. سپینې خبرې به  یې کولې .خودسیاسي بحث په وخت کې به لږڅه احساساتي  کیدلوچې داهم دیوه ځیږ پښتون ځانګړی خواص ګڼل کیږی .
په جرمني کې دافغان ساینس پوهانوټولنه دهیوادملي ، فرهنګي اولوړپوهنیزشخصیت ،  ارواښاد ډاکتردرويزه اڅکزي مړینه  و هېوادته  اوبیاد پښتون قوم  لپاره ، خوپه تیره بیاد مسلکي کارپوهانو لپاره يوه لويه ضايعه بولي. زموږټولنه په دې  ویر کې ځانونه شریک ګني   ارواښاد ته جنت الفردوس او محترمي کورنۍ ته یي د زړه له کومې جميل صبر غواړي.
 
په جرمني کې دافغان ساینس پوهانودټولنې په استازیتوب

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery