مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-26   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دعبدالمجیدبابي په مړینه دخواخوږۍ پیغامونه

اداره

په سویډن کښی د افغانی کلتوری اتحادئې د خواخوږۍ پیغام
څه غمیزه ده چی
نن بیا افغان ولس د لا بل ویاړلی بچی جنازه د غم پر او ږو وړی!
نن بیا د وطن مور د لا بل پیاوړی بچی د مرګ په غم کښی سوځی !
نن بیا د تورتم لښکر د بابا او دنیکه لا بل بچۍ د توری ویست!
نن بیا د افغان په وینو د چا منګولی سری شوی!

   د هیواد د کلتور ، هنر ، ادب او تاریخ د پیاوړی او مخکښ ساتونکی , څاروونکی او د لوی او تاریخی قندهار د اطلاتو او کلتور ریس  الحاج  عبدالمجید  بابی د سپیڅلی شهادت دردناکه خبر مو په ډیره خواشینۍ سره تر لاسه کړۍ ( انا لله و انا اليه راجعون ).   د شهید عبدالمجید بابی بیساری  او نه ستړیدونکی کلتوری، فرهنګی، ادبی او تاریخی   کړنی, کارنامی او خدمتونه به تل پاتی وی. خدای بخښلی  د افغاني کلتور د بيا پياوړتيا  لپاره نه ستړي کيدونکي حلی ځلی کړي, پدی لارر کښی ئې  ډیری ستونزي زغملي دي,  چی افغان ولس  او په تیر بیا  قندهاریان هغه نه شی هیره ولای.  په سویډن کښی د افغانانو کلتوری اتحادیه د هیواد ددی پیاوړی او توریالی بچی او د افغانی (پښتنی) کلتور د مخکښ عالمبردار شهادت و افغان ولس ته یوه  ستره ملی ضايعه ګڼي او پدی ګډ  ماتم او ویر کښی د افغان ولس  او په خاص ډول د خدای بخښلی عبدالمجید  بابی  کورنۍ   سره ځان غم شریکه بولی.  زموږ د خواخوږی څه ډک د ادب اوارادت  مراتب ومنۍ . دده روح دی تل ښاد وی!
په سویډن کښی دافغانی کلتوری اتحادیی مشرتاب هیت
   مالمو - سویډن


دميدان ځوانانودټولنې دخواخوږۍ پيغام

څـه لمبې لمبې نــارې وهـې آسـمـانه
داوطن چې پیداشوی دى تنــوردى

په خواشينۍ سره مو خبرترلاسه کړ،چې دهېوادتکړه شاعر،ليکوال،اديب اودملت خدمتګاردکندهار ولايت داطلاعاتواوکلتور رييس ښاغلی عبدالمجيدبابی په مظلومانه ډول په شهادت رسېدلى دى .

انالله و انا اليه راجعون
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه په دغه ويركې ځان دشهيدبابي له كورنۍ سره ځان شريك بولي،ارواښادته دلوي خداى (ج) له دربارڅخه فردوس جنت،كورنۍ،دقندهاراديب ولس اومينه والوته يې دجميل صبر غوښتنه کوي.

خدايـــه داســـــې بـــــــاران وكړې چې راوروي مينــــه
په سيلاب باندې لاهوكړې دانفــــرت اوداجنـــــګـونه
چې خنداوې راخپرې كړي اوسلګۍ كړي رانه هيرې
پښتنـــــوسترګوكـــې وچ كړې داداوښكـــــودريابونه

په خواخوږۍ
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه


 دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواشینۍ پیغام
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد تکړه شاعر ، ليکوال او د ملت خدمتګار د کندهار د اطلاعاتو او کلتور  رييس ښاغلی عبدالمجيد بابی نن په شهادت ورسېده.
مېرمن کلتوري تولنيز بهير د پاک څښتن له دربار نه اروا ښاد ته د فردوس جنت، کورنۍ او مينه والو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.

انالله و انا اليه راجعون
په درنښت
د مېرمن کلتوري ـ ټولنیزبهير دارالانشا

 


د PSDP  له خواد خواخوږئ پيغام
په ډیره خواشینئ سره مو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئېس عبدالمجيد بابى  د مړینی دردوونکی خبر تر لاسه کړ.
 انا لله واناالیه راجعون
خدای بخښلی عبدالمجيد بابى   د پښتو ژبی پیاوړی لیکوال او شاعر ؤ، چی د خپل کولتور دبډاینی  لپاره   ئی  لکه د خپلی کورنئ د نورو غړو په شان هلی ځلی کړی  او د پښتو ژبی  جولئ ئی  ډکه ساتلی ده.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party (PSDP) د ارواښاد عبدالمجيد خان بابى   په  غم کی ددوئ د کورنئ ښاغلی لطیف جان بابي ،غرڅنی خان بابی  اونورو  خپلوانو سره ځان شریک  ګڼی . ارواښاد ته  د لوی خدای له درباره  جنت فردوس او خپلوانو ته د زړه صبر غواړی. .
اروا دی ښاده وی.
په درنښت
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP  کاری کمیسون


د مرحوم عبدالمجيد بابي د شهادت په مناسبت د خواخوږۍ او غمشريکۍ پيغام :
د تکړه ليکوال ، خواږه شاعر او هڅاند اديب، د تاريخي کندهار د اطلاعاتو اوکلتور رئيس مرحوم عبدالمجيد بابي د وژنی وير د ټولو افغانانو ګډ ماتم دی .
په بريتانيا کې د اوسيدونکو افغانانو ټولنه د خپل ولس په دې لوی غم او درانه وير کی شريکه ده او د خپلو تسليتونو مراتب د خدای بښلي شهيد بابي صاحب درنی کورنۍ ، د افغانستان د وحدت او مرکزيت ازمايل شويو مدافعينو وطنپالو پراخو کندهاري ولسونو او ټولو خورو ورو افغان پرګنو ته وړاندی کوي .
شهيد بابي ته دې لوی څښتن ښکلي جنتونه ور په برخه کړي او دده ميړنيو خلکو ته دې لوی او قادر خدای توفيق ورکړي چی د ګران تاريخي هيواد د پوره سالميت د اعادې او تل تر تله حفاظت دپاره نسلونه ،نسلونه ...او نسلونه سر ښندنی ته تيار وطنپالان وروزي .
امين يا رب العلمين .

سيد جان کارواني
په بريتانيا کی د اوسيدونکو افغانانو
د ټولنی مشر


د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس د مړینې له امله د خواشیني پيغام!
په کندهار په ښاغلي عبدالمجید بابي باندې د مامعلومو وسله والو لخوا شوی برید چې په پایله کې د هیواد دا ستر فرهنګي ستر شخصیت په شهادت ورسول شو، دا د ټولو هیواد والو لپاره په ځانګړې توګه د ټولو فرهنګیانو لخوا د غندلو وړ دی او دا شوی دا ځوانمردانه برید په کلکه غندي.د پام ټولنې او پام مجلې ټول غړي د ده مړینه د هیواد او بیا په ځانګړې توګه د پښتو ژبې او فرهنګ لپاره لویه ضایعه بولي او په مړینه یې کلک خواشیني دي. خدای بخښلي بابي صیب ته د فردوس جنت هیله کوي د ده کورنۍ او د ځوریدلي کندهار ټول غیرتمن اولس ته د صبر جمیل هیله کوي او په دې غمیزه کې د دوی سره ځانونه شریک بولي.
په درناوي
محمدالله ارین احمدزی
د پان مجلې مسول مدیر


دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام
 نيټه: ٥/١٢/١٣٨٨ - ٢٤/٢/٢٠١٠
په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد خوږ ژبي شاعر، پياوړي ليکوال، وتلي ژورناليست او خواخوږی ټولنيز شخصيت ښاغلي عبدالمجيد بابي نن د کندهار په ښار کې د هېواد د فرهنګ او ادب د دښمنانو لخوا په شهادت ورسيدي.

انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد بابي د هېواد د ادب د ډګر ځلانده څيره، د افغاني کلتور د بيا پياوړتيا پلوي چي د هېواد دکلتور او مطبوعاتو د پياوړتيا لپاره نه ستړي کيدونکي چاري ترسره کړي او ډېري ستونزي ېي زغملي وي.
د شهيد بابي هلي ځلي نه يوازي په کندهار کې بلکه په ټول هېواد کې د فرهنګپالانو او علمي ټولنو د تائيد او د منلو وړ دي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د هېواد د فرهنګ د دښمنانو دغه نا ځوانمردانه عمل په کلکه غندي، د لوي خداي (ج) د دربار څخه شهيد بابي ته جنت الفردوس، درني کورنۍ او د هېواد ټول فرهنګپالانو ته جميل صبر او زغم غواړي.
روح دي ښاد وي.
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر


په خواشنيۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پښتو ادب تکړه ليکوال شاعر دروندمشر  او د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رييس ښاغلي حاجي  عبدالمجيد بابی نن سهار د کور څخه دفتر ته پر لاري دوسلوالوکسانو لخوا په شهادت ورسېد.
افغان ملي اصلاحي ټولنه او ټوله غړي ددغه پيښي  په کلکه غندنه کوي دښاغلي بابي مړينه دپښتون قوم اوپښتنوپه خاصه توګه کندهاريانولپاره ستره  فرهنګي ضايعه ګڼي مرحوم ته دجنت او کورنۍ ته يي د لوی خدای له دربار څخه د صبر جمل غوښتنه کوي.
په درنښت
افغان ملي اصلاحي ټولنه
کندهار


افغان  فرهنګپال مجيد  بابی  يې شهيد کړ
د هر انسان  وژنه  دردونکې او غميزه  ده ، خو د هغو انسانانو وژل چي اولس ته  د رڼا په خپرولو او کلتوري ودي په پراخولو او غوړولو   بوخت وي ، ستر ناورين دی. . له بده مرغه نن بيا زموږ اولس  د غم پر کمبله کښينول سو او زموږ د کلتوري هڅو د يوه  هڅاند مخور دزړه خوځښت يې ودراوه.

انا الله انا اليه راجعون
سلام فرهنګي ټولنه ، د لمر څرک مهالنی خپرونه او د باوري صنعتي مطبعې اړوندان  د خپل اولس سره په دې  ستر غم کي شريک دي . موږ ټوله  د لوی خدای ( ج ) په حضور کي   د دعا لاسونه پورته کوو چي   شهيد مجيد بابي ته  فردوس جنت ور په برخه کړي ، کورنی ، دوستانو او د هيواد د کلتوري کړيو ټولو غړو ته د جميل صبر غوښتنه کوو.

 امين يا رب العالمين

د باوري صنعتي مطبعې  مشر
الحاج محمد جان باوري
د لمرڅرک مهالنی خپروني مسول مدير

او، د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال محمد رسول باوري


 له ډنمارک څخه د خواشینۍ پیغام
له بده مرغه دا دی دا ځل  د تورتم استازو او دقلم او ژبې دښمنانو  له موږ څخه د افغانستان  یو تن منلی ، مسلمان او زیارکښ ژورنالیست ، لیکوال او فرهنګي خادم واخیست ، هغوي په خپلو ناولو مرمیو  د یو بل خدمتګار پښتون ټټر سوری سوری کړ ، هغوي لا اقل ددې اندېښنه هم و نه کړه چې په دا دومره    بډایه  او مړه دموکراسۍ کې د پښتو ادب او ژورنالیزم برخه څومره محدوده او کمزورې ساتل شوي او که شته هم دا یو څو په شمار  زموږ فرهنګیان چې یو یو رانه په دې او هغې نامه وژني او دا دی  اوس یې تل یاد عبدالمجید بابی  په نښه کړ،  دا لا څه کوئ چې بیا دا قاتلان پر خپل ناولي عمل ویاړ هم کوي .  لوی خدای دې بابی صاحب وبښي او ښه جنتونه دې ور په برخه کړي .  او قاتلانو ته تاترین دوزخونه غواړو .                               
د خپلواکۍ فرهنګي مرکز او دلته په ډنمارک او ټولو سکندناوي هېوادو کې یو شمېر په کلتور مین افغانان  ،  په دې توګه په داسې حال کې چې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریًس  ترور د هېواد ملي کلتور ته د خدمت په لاره کې  یوه ستره ضایعه او کمزورتیا بولې ، د ارواښاد بابي له کورنۍ ، دوستانو ، خپلوانو او ټولو افغاني فرهنګیانو سره په دغه غم کې ځانونه شریک بولي او دوي ته د پاک الله له دربار څخه د جمیل صبر هیله کوي  .\

موږ په دې توګه دا هم څرګندوو چې اوس اوس د هېواد دښمنان  د پښتنو فرهنګیانو او د کلتور د لارې د خادمانو د ورکولو نیت   په سرونو کې ګرځوي ، ټول افغان ملت باید په یو لاس او یو غږ او په پوره هوښیارتیا د دښمنانو دغه ناولي اعمال نه یوازې وڅاري  چې په هرې ممکنې ذریعې یې مخه هم و نه نیسي .
الله دې زموږ او د هېواد   مل شي . 
د ګران افغانستان د کلتور د خادمانو د هوسا او بسیا ژوند په هیله .
په درنښت
یوسف هېواددوست

 


په خواشنیۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پښتو ادب یوه نوم وتې څېره او د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رييس ښاغلي عبدالمجید بابی نن سهار د کور څخه دفتر ته پر لاري د وطن د دښمنانو له خوا په شهادت ورسېد.

د نوري کلتوري مرکز رهبري هییت او ټوله غړي ددغه تروریستي عمل په کلکه غندي او کورنۍ ته یې د لوی خدای له دربار څخه د صبر جمل غوښتنه کوي.
په درنښته
د نوري کلتوري مرکز رهبري هییت
کابل، افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery