د چونغر ادبی بهیر په نمایندګی په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هیواد د ځوان تکړه شاعر او ژورنالیست هارون حکیمي تره د کندهار په ولایت کی د یوه ځانمرګي برید له امله په شهادت ورسېدﺉ.
چونغر ادبی بهیر د حکیمي صاحب د تره دشهادت د خبر په اورېدو سره د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دي شهید ته فردوس جنت په نصيب کړي .
چونغر ادبی بهیر د دوی دکورنۍ غړو او ټولو دوستانو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . شهید ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.
چونغر ادبی بهیرپلخمری
فاروقی
شمال ميشتو فرهنګيان د حكيمي صيب په وير ځان شريك بولي
احساس
په خواشينې سره مو په تېرو څو ورځو كې د پښتو ادب د ځينو فرهنګيانو كورنۍ د خپلو درنو او خوږو غړو په وير اخته شوې، په دې برخه كې د ځوان شاعر هارون حكيمي كورنۍ هم د ده د ښاغلي تره د ناڅاپي مرګ په وير كېناسته.
په هېواد كې د پښتون وژنې روان ناتار مو هره ورځ سترګې په اوښكو لمدوي.
شمال ميشتي فرهنګيان او د دغو ولايتونو د ادبي بهيرونو غړي له حكيمي صيب سره په ورپيښ وير كې ځان شريك بولي. ده او درنې كورنۍ ته يې د صبر غوښتنه كوي او خداى بښلي تره ته يې د جنت غوښتونكي دي.
خداى دې وكړي چې هغه ورځ هم راشي، چې د تېرو څو ورځو په شان له پښتون سره د وير پر ځاى په خوښي كې شريك شوو.
امين
نيټه: ١٠/١٢/١٣٨٨ - ٢/٣/٢٠١٠
په ډېري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي پرون د حوت د مياشتي پر١٠ نيټه د هغه ځانمرګي تروريستي بريد له امله چي د کندهار ولايت د ترنک د پله په غاړه ترسره سو د ځوان تکړه شاعر، هڅاند ليکوال او ژورناليست هارون حکيمي اکا شهادت ته رسيدلي دي.
انا لله و انا اليه راجعون
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي ښاغلي حکيمي او د دوي د درني کورنۍ سره په دغه غم کې ځان شريک بولي، د خداي (ج) د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او کورنۍ ته ئي جميل صبر غوښتونکي دي.
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر