د زابل ولایت کي مېشت لیکوال او ادیبان غواړي چې د تېرو کلونو په څېر سږ کال بیا هم د بادام ګل دودیزه کلنۍ مشاعره او میله په ښو مراسمو سره جوړه کړي .
دغه مشاعره چي هر کال د بادام د سپینو ګلونو د غوړیدلو په وخت کي جوړيږي پکښي د هېواد د بیلابیلو ولایتونو څخه لیکوال او شاعران ګډون کوي.
سږ کال هم د زابل ولایت مېشت فرهنګپال د هیواد او نړۍ په هر ګوټ کي مېشتو شاعرانو، لیکوالو او د ادب مینه والو ته بلنه ورکوي چي زابل ته تشریف راوړي او د بادام ګل مشاعره لا په زړه پوري او ښکلي کړي .
نېټه: د کب ۲۱ د جمعې مبارکه ورځ
پته : د زابل ولایت مرکز د کلات ښار
ښه په ډاډه زړګي راځئ ملګرو
سترګي پخپلو بڼو نه درنیږي