مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له ډنمارک څخه دخواخوږی پیغام

محمد یوسف هېواددوست
 په خواشینۍ سره مو دا خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان نومیالی فرهنګیال استاد حبیب الله تږي د روانې میاشتې پر دویمه نېټه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي
( لوی خدای دې ښه جنتونه ور په برخه کړي )
استاد حبیب الله تږی د معاصر افغانستان د خورا غوره تاریخپوه ، آرینپوه ، ژبپوه ،د پښتو ژبې پښویه پوه ، او د اوسني پښتو ادب د څېړنیزې او تخلیقي برخې کارنده او نومیالي لیکوال په توګه د افغاني ادب او تاریخ په لوړتیایي بهیر کې د سترې ونډې اخیستنې له امله تلپاتې ستوری بلل کیږي .
په ډنمارک او سکندناوي هېوادو کې یو زیات شمېر اوسیدونکي افغانان او فرهنګیان او د استاد تږي شاګردان د هغه مړینه د افغانستان د فرهنګ سترې ټولنې لپاره یوه نه جبران کېدونکې پېښه ګڼي او د استاد تږي له کورنۍ ،دوستانو ،ملګرو ، شاګردانو او د ټول افغانستان د کلتوراو تاریخپوهنې د لارې مخکښانو او لارویانوته د تسلیت ژور مراتب وړاندې کوي .
موږ هیله لرو چې د افغانستان دولت او په ځانګړې توګه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ، د کابل پوهنتون ،د افغانستان د علومو اکاډمۍ ،د افغانستان د لیکوالو ټولنه او نورې اړونده څانګې د ارواښاد استاد حبیب الله تږي د آثارو په راټولو ، بیا چاپ او خپرولو کې اړین ګامونه پورته کړي .

اروا یې ښاده او یاد یې تلپاتې .
په ډنمارک کې د افغانستان د علمي او فرهنګي خدمتونو مرکز په استازیتوب
محمد یوسف هېواددوست

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery