مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ّپه پیښور کي د ارواښاد کبیرستوري کالیزه لمانځل کیږي

هارون شینواری

پیښور کی دارواښاد ستوري د کلیزی په مناسبت د ادبی غونډی خبرتیا او بلنه

پیښور:   پښتو عالمی کانګرس او ټرائیبل یونین اف جرنلسټس ـ پښتونخوا، د پښتو ژبی د نوموړی قامپرست شاعر، لیکوال او مبارز  ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري د کلیزی په مناسبت د یوی درنی  ادبی دستوری تابیا کړی ده ، چی د پښتو ژبی لر او بر نوموړی لیکوالان،ادیبان  او شاعران  به پکی ګډون کوی.
دا ادبی دستوره / غونډه به د ۲۰۱۰ میلادی کال د اپریل د میاشتی په پنځمه نیټه د ګل (دوشنبی) په ورځ  په پیښور ـ  صدر کی  دایران کولتوری مرکز په هال کی د ماځیګر په دری نیمو بجو  شروع کیږی.
پښتو عالمی کانګرس او ټرائیبل یونین اف جرنلسټس ، پيښورـ پښتونخوا،   تاسو  درنو  هیوادوالو ته  په درنښت بلنه ورکوی  چی مونږ   سره دارواښاد ستوري د کلیزی په ادبی  غونډه کی  ګډون وکړی اوپه خپل ګډون سره  زمونږ دا دستوره لا درنه کړئ.
په درناوی
حميد الرحمن  نادان
د پښتو عالمی کانګرس د اطلاعاتو اوکولتوری چارو سیکرټر
هارون شینواری
د ټرائیبل یونین اف جرنلسټس داطلاعاتو سیکرټر

نیټه:   دګل ورځ د ۲۰۱۰  میلادی کال داپریل ۵ مه .   وخت: د ماځیګر دری نیمی بجی.    ځای : په پیښور ـ  صدر کی  دایران کولتوری مرکز  هال. 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery